د الدستور عراقي ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد په شمالي سیمه کرکوک کې د داعش ډلې په یو برید کې څلور عراقي پوځیان وژل شوي دي. راپور کې راغلي چې دا پېښه نن په کرکوک کې د عراقي پوځیانو پر یوه قرارګاه باندې د برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې څلور پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. عراق په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په یو لړ مراسمو د داعش ډلې ماتول ولمانځل خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا دغې ډلې سر راپورته کړی او پر عراقي پوځیانو یې بریدونه پیل کړي دي. د عراقي پارلمان یو شمېر غړي او ایران پلوه ملېشې امریکا د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي او وایي چې د امریکایي چورلکو له لوري له یو ځای څخه بل ځای ته د دغې ډلې د وسله والو د لېږدولو په اړه کره شواهد لري.
د داعشیانو برید کې څلور عراقي پوځیان وژل شوي

Post navigation
Posted in:
More Articles
By the same author
د اسلامي نړۍ د ستر جهادي او علمي شخصيت الحاج مولوي جلال الدين حقاني – نورالله مرقده- ژوند ته لنډه کتنه">
د اسلامي نړۍ د ستر جهادي او علمي شخصيت الحاج مولوي جلال الدين حقاني – نورالله مرقده- ژوند ته لنډه کتنه" />

شهید منصور رحمه الله یو بې جوړې رهبر">
شهید منصور رحمه الله یو بې جوړې رهبر" />

د شهید سمیع الله( حقبین انګار) ژوند او کارنامو ته کتنه">
د شهید سمیع الله( حقبین انګار) ژوند او کارنامو ته کتنه" />
