د داعش په اړه نا لېدل شوي حقايق

 

اتمه برخه

طاهر احرار

 

د داعش مطبوعاتي سکرتر ابو موسي د سناتور جان مکین د محافظ په حيث د 2013 کال د مۍ په 27مه د امريکا د متحد ايالاتو د جمهور رئيس لومړي مرستيال، جان مکین په ناڅاپي ډول د داعش لاندې سوريې ته سفر وکړ .

معلومه نه ده، چې مکین له کومو لارو سوريې ته ورسېد، اما د هغې ورځې عکسونه ښايي چې هغه د سوریې شمال ادلب کې د داعش مطبوعاتي سکتر ابو موسى سره ګډ عکسونه اخیستي دي او په داسې حالت ورسره ولاړ دی، لکه د مکین کوم محافظ چې ولاړ وي.

جان مکين د داعش له مخصوصو يو څو مشرانو سره ولیدل، چې ځیني يې په نورو عکسونو کې موجود دي، چې په نورو برخو کې به در وپېژندل شي.

 

Senator McCain was accompanied by a senior member of the Mossad. Protection from the Israeli air force and land-based missiles, as well as other regional destabilization agreements were also carried out.

 

د سناتور مکین سره په دې سفر کې د موساد يو لوړ پوړي غړي هم شتون درلود، هغوى د لوى اسرائيل د پروژې د تطبيق، په سيمه کې د اسرائيل مخالفو ډلو مشرانو، لکه د اسلامي جهاد د مشر له مېنځه وړل، او د اسراييل د سرحد سره نږدې له جګړې ډډه کول، په مقابل کې دوى له اسرائيلي هوايي ځواک او ځمکني توغنديز کذار نه محفوظ کېدل، همداشان د سيمې د بې ثباتي نورې معاهدې هم ترسره شوې.

دا خبره خو اوس ډېره روښانه ده، چې همدغه خلک له اوله تر اوسه پورې د متحده ايالاتو او د هغوى د متحدينو لخوا روﺯل کيږي، سياسي سپورټ ورکول کيږي او تمويليږي. پخپله امريکايان دا مني، چې دوى د داعش په را پيدا کولو کې سهوه شوي دي.

خو ﺯه وايم دا يواﺯې د خندا وړ خبرې دي، هغوى لا هم د داعش لپاره لوبې کوي او ملاتړ ترې کوي.

د امريکا د دومره لوړ پوړي پلاوي سفر د داعش لاندې سوريې ته د دې خبرې يوه ښه بېلګه ده.

Exit mobile version