د شهيد عظمت الله «منيب» تقبله الله ژوند ليک

شهيد عظمت الله «منيب» تقبله الله تقوا داره، متدين، مجاهد او دروند شخصیت وو.
شهيد عظمت الله «منيب» تقبله الله د استاد عبدالواحد زوى، په ۱۳۷۳ ھ.ش کال، د وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ د پاينده خېلو په کلي کې په يوه درنه او دينداره کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې. په ۱۳۷۹ھ.ش کال، چې لا شپږ کلن وو، د سيدآباد عالي لېسې ته لاړ او دوولس کاله يې هلته درس ولوست. په ۱۳۹۱ھ. ش کال د سيدآباد، د عالي لېسې، له دوولسم ټولګي څخه فارغ شو.
په دې تعليمي دوره کې له جهاد او مبارزې سره د بې کچې مينې او علاقې د ده جهادي او ایماني جذبه ایساره نکړه، خو د پاينده خېلو کلى، د سيدآباد ولسوالۍ سره څنګ پر څنګ پروت و؛ نو د ولسوالۍ او په ولسوالۍ کې د شته امريکايي يرغلګرو له وجهې یې په مخفي توګه د مجاهدينو ګرمو سنګرونو ته ځان رساوه، او خپله جهادي تنده يې خړوبوله.
په ۱۳۹۱ھ. ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ته د کانکور له لارې په لوړو نمرو بريالی شو، له يونيم کال زده کړو وروسته امريکايي يرغلګرو او د هغوى غلامانو ته د پوهنتون په ماحول کې افشاء شو، له هغه وروسته یې په خپل کلک عزم، هوډ او ارادې سره خپله شپه و ورځ د جهاد مبارکې فريضې ته وقف کړه.
شهید منیب تقبله الله په ۱۳۹۸ھ.ش کال کې له وردګو ولايت څخه ننګرهار ته په سره قطعه کې ولاړ او هلته يې د خوارجو (داعشيانو) سره سينه په سينه جهاد او مبارزه کول پيل کړل، په دې جهادي سفر کې يې په لسګونه کلاب النار (داعشيان) خپل اصلي ټاټوبي جهنم ته واستول. چې بالاخره نوموړی هم د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ د سپين غر د ځندې سر په هسکه څوکه کې د خوارجو داعشيانو سره په مخامخ جګړه کې له دوو ساعتونو مقاومت وروسته د ۱۳۹۸ھ.ش کال د جوزا د مياشتې په ۱۲مه چې د رمضان المبارک مياشتې له ۲۷ نېټې سره سمون خوري، د ۲۵ کالو په عمر د شهادت لوړ مقام ته ورسېد او خپل روح يې د الله (جل جلاله) دربار ته وسپاره.
نحسبهم کذالک والله حسیبه!

شهيد عظمت الله «منيب» تقبله الله، تقواداره، متدين، زړور، او نه ستړی کېدونکی مجاهد و.
د ده ژوند له سختو دردونو او کړاوونو څخه ډک و. د جهاد او مبارزې په دې شپږ کلنه دوره کې، دى له خپل کلی/ کور څخه لرې مسافر و، خپل د ځوانۍ د دورې، ژوند يې د الله تعالی په لاره کې جهاد ته وقف کړی و، کله چې شهيد شو، د ده مبارک جسد له شهادت څخه وروسته دوې مياشتې د دوښمن په ولکه کې وو، وروسته له دوو مياشتو خپلې کورنۍ ته په داسې حال کې وسپارل شو، چې وجود یې داسې روغ رمټ و لکه نوی او تازه چې شهید شوی وي.
وروسته بیا د میدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ، د پاينده خېلو د کلي، په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
روح يې ښاد، او ياد يې دې تل ترتله ژوندى وي.
اللهم تقبل شهادته

د شهيد عظمت الله(منيب ) تقبله الله د ژوند خاطره:

کله به يې چې کوم ملګرى شهيد شو، نو ده به خپلې مور ته زنګ وواهه، مور ته به یې ويل، چې هغه پلانکى ملګرى مې هم شهيد شو، تا ما ته دعا او بخشش نه دى کړى، نو الله پاک ولې ماته شهادت نه
راکوي.
اى مورې! ماته دعا او بخشش وکړه، ترڅو زه هم شهيد شم، او د الله عزوجل په فضل سره به د محشر په ورځ ستا شفاعت کوم.

leave a reply

Reendex

Must see news