په سړيو کې سړي در پسې مات شول
آزادۍ چنار زلمي در پسې مات شول
لا دې څومره پوروړي یو نور عِشقه
هم سرونه، هم زړګي در پسې مات شول
د اسلام په سپېڅلي دين کې شهادت هغه وياړ دی، چې الله تعالی يې پر خپلو محبوبو او مخلصو بندګانو لوروي او ځينې مؤمنان خو داسې لالهانده پسې ګرځي، چې د ژوند تر ټولو ستر ارمان يې بولي او د دُنيا ټولې رنګينۍ ورنه قربانوي. په اسلامي اُمت کې د شهادت تنده داسې په څپو ده، چې د قيامت تر ورځې به ګل ګل ځوانان ستړي او ستومانه پسې ګرځي، لکه د اسلام ستر سپه سالار خالد بن وليد (رضي الله عنه) چې د رومي لښکر سالار ته دا حقيقت په يوه تاريخي جمله کې داسې ووايه:
اې د رومي لښکر سالاره! زما دې په الله قسم وي، له ما سره داسې لښکر راغلی دی، چې له مرګ سره داسې مينه لري، لکه تاسې يې چې له شرابو سره لرئ.
تر هغه چې په اُمت کې د شهادت جذبه وي، زموږ د وياړونو شمله به دنګه وي، تر هغو چې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) روحاني بچيان له سينو بمونه تړي، د اُمت د عظمت منار به تل دنګ وي، څوک هم په هغه قوم نه شي کاميابېدای، چې مرګ ورته د ابدي ژوند غوندې حقيقت ښکاري. شهادت په اُمت کې د انتقام لمبې راپاروي، د شهيد د وينو سور رنګ د جهاد کاروان تر منزله رسوي، د غازي افغانستان په غيرتي خاوره د زرګونو او لکونو شهيدانو له قربانيو وروسته موږ د فتحې تر پړاوه ورسېدو، چې اوس د يو شرعي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو، خو اوس هم د همدې قېمتي نظام د بقاء او استحکام لپاره ګل ګل ځوانان خپلې ځوانۍ خاورې کوي.
دا چې نن هم د پراخې نړۍ په څنډو کې د الله د دين پتنګان د دين په شمع ځان لوګی کوي او ډول ډول قربانۍ ورکوي، د دې قهرمانانو له جملې نن غواړم د داسې چا په ژوند څو کرښې وليکم، چې خپله خوږه ځواني یې د جهاد او اسلامي نظام په لار کې نذرانه کړه. د زندان ترخې يې هم وګاللې، البته زما د قلم کرښې به د دې اتل شهيد له ستايلو نه عاجزې وي، خو په دې تکل چې موږ هم له دې جنتي اروا سره مينه او ملګرتيا لرله، نو په ژوند او کارنامو يې دا څو لنډې کرښې ليکم.
قهرمان شهيد قاري صاحب مير احمد زنداني د حاجي نادر خان زوی د عبدالغني اکا لمسی، د لوګر ولايت، څرخ ولسوالۍ د همای د مجاهدې درې اوسېدونکی چې په ۱۳۷۴ هـ ش کال يې د هجرت په ديار کې نړۍ ته سترګې وغړولې. چې کله يې کورنۍ افغانستان او خپل کلي ته راغله، قاري صيب خپلو درسونو ته چې له مسجد او مدرسې يې پيل کړي وو، ادامه ورکړه او د مولانا یعقوب چرخي په لېسه کې شامل شو. له يو کال وروسته قاري صيب د ديني زده کړو او حفظ په تکل د چوڼۍ د ضياء العلوم مدرسې ته لاړ او د الله تعالی د سپېڅلي کتاب حفظ يې شروع کړ، چې په ۱۳۸۸ هـ ش کال يې د فضليت پګړۍ وتړله. قاري صاحب له کوچنيوالي هوښيار، زيرک، ذکي او د نېکو اخلاقو خاوند وو. په هېواد کې د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو ظلمونو د قاري صاحب د ارام خوبونه تښتولي وو، چې تل به يې هڅه کوله د جهاد تر ډګره لاړ شي، کله چې قاري صيب ځوان شو، نو د جهاد سنګرونو ته يې مخه کړه، لومړی ځل معسکر يې د منصور صاحب په مرکز کې وکړ، چې بيا په ۱۳۹۳هـ. ش کال عملاً د شهيد مولوي صاحب محمد صديق طارق له جهادي کاروان سره ملګری شو او د ملا معتصم بالله تر قومندې لاندې يې جهادي مبارزه شروع کړه.
قاري صاحب د انقلاب په خونړي بهير کې ډېرې ستړې، شبګيرۍ او ستومانۍ تېرې کړې، په ډېرو ګرمو غزاګانو او جګړو کې يې برخه واخيسته، د ناټو پر بدماشانو او داخلي ګوډاګيانو يې د ارام خوبونه حرام کړي وو، چې د جهادي بهير په اوږدو کې دوه ځله زخمي هم شو، خو الله تعالی بيرته صحت ورته نصيب کړ.
د شهيد قاري صاحب جهادي کارنامو او اخلاقو ته ټول خلک حيران و، له عمره کشر و، خو تل به يې په نوراني مخ له مينې ډکه مسکاء غوړېدلې وه، د قاري صاحب دنګې ځوانۍ، اسلامي اخلاقو، عنبرينو څڼو او شاهيني سترګو به د هر چا توجه جلبوله.
د ۱۳۹۵ هـ. ش کال د حمل مياشتې په ۱۳مه نېټه قاري صيب د يو جهادي سفر پر مهال د کابل ادارې د امنيت له کمين سره مخ شو، چې بالاخره قاري صيب د وحشي دُښمن منګولو ته ولوېد او د لوګر له امنيت نه يې د باګرام زندان ته انتقال کړ، په داسې حال کې چې قاري صيب له زنداني کېدو څو ورځې مخکې واده کړی و، خو خونړي انقلاب د ځوانۍ په دې خوږو شپو کې د زندان مېلمه کړ او د ځوانۍ د سپرلي نازکې شپې يې د باګرام په غېږ کې سبا کولې. د ازادۍ غوښتلو په جرم يې قريب پنځه کاله تريخ زندان وګاله، له کلونو رياضت، استقامت او ثبات وروسته يې د ازادۍ د لمر تر کلي لاره سبا کړه او په ۱۳۹۹ هـ.ش کال د جوزا مياشتې په ۶ تاريخ له کوچني اختر وروسته د پنځه زره بنديانو په ډله کې په لوړ سر له زندانه راووت.
قاري صيب له ازادۍ وروسته بيا هم په کور کښنناست بلکه زندان نور هم محکم کړی او قېمتي کړی و، جهادي جذبه يې لا ډېره شوې وه او يو ځل بيا يې د دين او هېواد له دُښمنانو سره جهادي مبارزه شروع کړه، چې بالاخره د داسې قهرمانو غازيانو عزم او هوډ ناټو، امريکا او د دوی پوځي او سياسي جنرالان او ماهرين په ګونډو کړل او له افغانستانه په تېښته لاړل.
په جهادي ډګر کې د قاري صيب اخلاص، تقوا، صداقت او تکاليف د لمر غوندې روښانه دي، علامه اقبال (رحمه الله) څه ښه وايي:
فقيران تا به مسجد صف کشيدند
ګريبان شهنشاهان را دريدند.
دا رنګه غيورو افغانانو چې رب ته د عاجزۍ سجده وکړه، خو بيا یې د ټولې نړۍ ګرېوان ته لاس ور واچاوه او د وخت د ټکنالوژۍ زور او بزم يې دروغ ثابت کړ، لکه په اول وخت کې لوی ملاصاحب (رحمه الله) ته چا ويلي وو، چې له امريکې سره لږ ګذاره کوه، دا د روسانو غوندې نه دي، بلکه ټوله نړۍ ورسره ده، ملا صاحب (رحمه الله) ورته ويلي وو، چې تر څو به يو يو راځي پرېږده، ګرده نړۍ په يو ځل راشي او په يو وار يې ماته کړو.
دا چې په هېواد مو د ازادۍ لمر ختلی او د شرعي نظام سيوری هر لور ته خپور دی، خو افسوس زموږ د قاري صاحب ستوری د جهاد له اسمانه را ولوېد او له کلونو ستړې مبارزې وروسته د ۱۴۴۳ هجري کال د ذولحجې مياشتې په ۲۴ نېټه چې د ۱۴۰۱ هـ ش کال د اسد مياشتې له ۲ سره برابره ده، د بغلان ولايت پلخمري ښار کې د داعشي خوارجو په يو پټنځای د علمیاتو په جريان کې له ۳ تنه ملګرو سره يو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
انا لله وانا اليه راجعون
د شهيد قاري صيب غم ډېر دروند دی، الله تعالی دې لوړې درجې ورته نصيب کړي.
د خندا اخري کړس مې په سلګو شو
د شهيد ملګري ياد هم بلا وکړه
د نحوي طالب پر پلونو نسکور پرېوت
د جامي معرب استاد هم بلا وکړه
د سپين غر د ګنډيري وږمه يې راوړه
ستا د تورو څڼو باد هم بلا وکړه
دا چې زموږ قاري صاحب د خوارجو په مقابل کې شهيد شو په دُنيا کې تر دې بهتر شهادت نشته، لکه نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي چې: خوشالي ده د هغه چا لپاره، چې خوارج ووژني او دی هم د خوارجو په لاس ووژل شي.