د شهید انجنیر ننګیالی (فیاض) ژوند او مبازرې ته لنډه کتنه:

#image_title

ذاهد، متدین او مجاهد شخصیت؛ شهید سعید انجنیر ننګیالی( فیاض) د محمد امان زوی د وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ د بلند بابا خېلو د کلي په یوه علمي او اسلام پاله کورنۍ کې په ۱۳۷۴هـ. ش کال دې پاني نړۍ ته سترګې وغړولې. لمړنۍ زده کړې یې د مسجد له ملا امام څخه پېل کړې، په اووه کلنۍ کې د غازي محمد جان خان په عالي لېسه کې شامل شو او په څنګ کې یې د خپل کلي په دیني مدرسه فرقانیه کې د ديني علومو په زده کړه هم پېل وکړ. دا چې په ګران هېواد افغانستان د ناټو ځواکونو یرغل کړی و، د هر باغیرته مسلمان په خوله کې همدا خبره وه چې له یرغلګرو او غلامانو سره جهاد فرض عین دی، نو د شهید انجنیر ننګیالی (فیاض) په ضمیر کې هم اېماني وینې جوش کولو او دا به یې ویل: چې کله به داسې ورځ راځې چې له امریکایانو سره مخامخ جکړه وکړم. کلونه تېرېدل د اشغالګرو په مقابل کې د مسلمانانو کرکه ورځ تر بلې زیاتېده او د مجاهدینو صفونه منظمېدل، عملاً جهاد پیل شو، هر طرف ته د جهاد ولولې ګرمې او د شیهدانو کاروانونه روان و، په همدې وخت کې شهید ننګیالی (فیاض) هم د قوماندان نجیب الله ( ابراهیمي) په ګروپ کې داخل شو او د جهاد ګرم میدان ته یې را ودانګل، په دې وخت کې نوی د ځوانۍ پسرلي ته رسېدلی و، دی متعلم و، خو الله جل جلاله په ډېر لوړ عظم او ارادې سره نازولی و. د جهاد په میدان کې یې له هېڅ خطر څخه وېره نه درلوده. د کانکور له امتحان څخه وروسته د غزني پوهنتون د اقتصاد څانګې ته کامیاب شو، د پوره جهادي فعالیتونو سره یې بیا هم په زیاتو امنیتي مشکلاتو کې خپل درسونه تکمیل کړل. په همدې وخت کې د ننګرهار په ولایت کې د خوارجو بدمرغه پدیده را پیدا شوې وه او ټولو مجاهدینو ته د اشغالګرو د مقابلې ترڅنګ یوه بله سرګراداني هم وه. د دوی د ځپلو لپاره په مختلفو ولایتونو کې د مجاهدینو منظمې قطعې جوړې شوې، د وردګو له ولایت څخه هم د قوماندان مولوی نورالرحمن (نصرت) تر قوماندې لاندې یوه قطعه جوړه شوه چې د (سرې قطعې) په نوم یادېده. شهید انجنیر ننګیالی هم چې په مختلفو جهادي تکتیکونو او مهارتونو سره یې پوره بلدتیا لرله خصوصاً د لیزري اسلحو په استعمال ښه لاس بری و، نو د یادې قطعې د قوماندان په امر د ننګرهار ولایت ته د نورو مجاهدینو ملګرو سره یو ځاي ولاړ. هلته هم په ښه پوره مېړانه او متانت سره یې جهاد او مبارزې ته ادامه ورکړه، په یاد ولایت کې يې کابو ۵ میاشتې د دین او هېواد له دښمنانو(خوارجو) سره مبارزه وکړه چې د بې شمېره دښمنانو ککرۍ یې تر خاورو لاندې کړې، او د ياد ولایت څو ولسوالۍ یې د دُښمن له منګلو څخه آزادې کړې. تنکی شهید دومره دلاور و چې، د هر چا ترمخ به نوموړی د دُښمن سره په مخامخ جګړه کې ښکېل و. په وروستي ځل په ۱۳۹۹ هـ.ش کال د دلوې د میاشتې په ۲۴ نېټه د جمعې مبارکې په شپه د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د یو خوږ ملګري شهید انجنیر ولی الرحمن ریحان سره یو ځای د خوارجو د بادارانو په ډرون حمله کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل. الله جل جلاله دي يي شهادتونه قبول او منظور کړي.

خو ننګرهار ولایت ته د تګ پر وخت یې د خپلې مور څخه د اجازې اخستلو تر څنګ دا هم وویل: چې مورې که زه شهید شوم، ګوره چې را پسې و نه ژاړې! ځکه چې بیا به زما ملګري خپه شي، جهاد ډېره لویه فریضه ده، هر ورځ لوی-لوی خلک او علمأ شیهدانېږي، موږ خو هېڅ شی نه یو. همداسې وشول کله چې د شهید ننګیالی (فیاض) جنازه کلي ته راوړل شوه، ټول خلک زیات خپه و، هر چا یې د ښو اخلاقو، تقوا، اخلاص او صداقت کیسې کولې. خو مور یې یوه اوښکه هم تویه نه کړه او ټولو خلکو ته یې ویل: چې، زوی مې د الله جل جلاله د دین لپاره وقف کړی و، الله جل جلاله قبول کړ.

د شهید انجنیر ننګیالی (فیاض او د شیهد انجنیر ولی الرحمن( ریحان ) په جنازه کې عالمانو، استادانو، محصلینو د مکاتبو شاګردانو او د عام اولس خلکو شاوخوا (۵۰۰۰) پنځه زره کسانو اشتراک وکړ او په ډېره قدرداني یې د مبارکو شهیدانو جنازې د بلند بابا خلېو د کلي په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارلې.

نحسبه کذالک والله حسیبه

leave a reply