د الهي محبت تږی، تاند او غښتلی زلمی، شهید سعید حبیب الرحمن علی حیدر، د ملاستانه ګل زوی او د شهید ملامشک عالم وراره، په ۱۳۷۶ھ. ش کال د لوګر ولایت، برکي برک ولسوالۍ د شاه مزار بابا د کلي، په یوه شهید پروره او جهاد پاله کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې پرانيستې.
شهید حبیب الر حمن علی حیدر د جهاد په مینه مست شازلمی و، د امريکايي اشغالګرو، غلامانو او فتنه ګرو (داعشيانو) خلاف يې ۷ کاله نه اېلېدونکې مبارزه وکړه، شپه او ورځ به په دې کوښښ کې و، چې دوښمن په کوم تکتیک او چل سره اېل او ايسار کړي، خپل امیر او ملګرو ته د اعتماد او باور دغه دنګ منار به په هر تعرض او کمين کې حضور درلود.
يو ځل د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ ته په تشکيل کې هم تللی و، د تورو اوبو په پوسته کې سخت ټپي شو، خو دغه زخمونو د ده په دلاوري، شجاعت او مېړانه کې کوم تغير رانه وست.
کله چې الله ج ټول مسلمه امت د افغانستان د فتحې په خوشحالۍ سره ونازوو، نو د شهید علی حیدر جهادي وجدان نا قرار و، له فتحې څخه یوه میاشت تېره شوې وه، چې د خپلو مشرانو په هدایت له یو څو نورو ملګرو سره د یرموک ۶۰ ملي عملیاتي قطعې ته د خدمت لپاره ولاړ، شهید علی حیدر داسې خدمت ته ملا وتړله، چې ټول امرین او ملګري ورته ګوته په غاښ شول. نوموړي له خوارجو سره جهاد خپله فریضه ګڼله؛ نو خپل فراست یې له پخوا څخه څو چنده زیات کړ، په ځلونو، ځلونو یې کلاب النار داعشيان ووژل. دغه ويښ شازلمی داسې حد ته ورسېد، چې فتنه ګرو به له خوبه سترګې نه وې غړولې، نو شهید علی حیدر به یې سر ته ولاړ و، له خوب څخه د راويښېدو موقع یې هم دوښمن ته په لاس نه ورکوله.
له شهادت څخه ۵ میاشتې مخکې یې په خوارجو باندې د کابل د باغ بالا سيمه کې عملیات ترسره کړل، په دغه مبارکو عملياتو کې یې درې تنه داعشیان ووژل او علی حیدر هم شدید زخمي شو، د دغه ستړي مجاهد زخمونه لا نه وو ټکور شوي چې د ۱۴۰۱ھ.ش کال د اسد د میاشتې په ۱۲ نېټه، د کابل د کارته سخي په سيمه کې پر فتنه ګرو (خوارجو) د عملیاتو پر مهال خپل هغه آرمان ته چې له ډېره وخته يې ورته تلوسه وه ورسېد او د شهادت خوږ شربت یې په سر واړاوه.
نحسبه کذالک والله حسیبه
ياد شازلمی مخلص، متقي او مطیع مجاهد و، د لوړ جهادي فکر او استعداد څښتن او د نېکو اخلاقو غوره نمونه وه.
په الهي دربار کې يې شهادت قبول او درجې بلندې غواړو، او ياد یې د تل ترتله ژوندی وي.