لیکوال: محمد منصور وردګ
شهید ملا سمیع الله د الحاج مولوي محمد زرین زوی او د ملنګ لمسی چې په ۱۳۷۱ لمریز کال کې په یوه دینداره او جهادي کورنۍ کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د خوات درې د محکم خیلو په کلي زیږدلی دی.
شهید ملا سمیع الله چې په حقبین انګار سره یې شهرت درلود او ملګرو یې له ډیرې مینې لالک باندې هم نومولی و. سره له دې چې شهید حقبین انګار ډیر کشر و مګر مشرانو ملګرو او مولوي صاحبانو به هم لالک باندې خطاب ورته کاوه. لکه څنګه چې اسم مسمی باندې ځانګړی اثر لري، نو حقبین انګار نوم هم د شهید سمیع الله په شخصیت باندې اثر درلود، د حق او اور کلمې د نوموړي په شخصیت کې د لمر په شان ځلیدې.
رښتیا هم چې شهید سمیع الله د حق په مقابل کې د هیچا پروا نه ساتله، ځکه خو یې ځان ته حقیبین نوم انتخاب کړی وو، او د دښمن پر وړاندې بیا اور و، چې د سترګو په رپ کې به یې دښمن څخه سر پرې کاوه او د اور په شان به یې لمبو کې لولپه کړ.
شهید حقبین انګار سره زما ملګرتیا له پنځلسو کلونو ور اوړي ، نوموړی د تقوی او اخلاقو یوه بیلګه وه، په مشکلاتو باندې صبر، د جهاد په لار کې قرباني ورکول او د شهیدانو د وارثانو او یتیمانو پوښتنه کول یې ځانګړي خویونه وو. آن تر دې چې اخترونو کې به یې د شهیدانو یتیمانو او کونډو ته د اختر جامې هم کولې او د دوی د حال پوښتنه به یې هر وخت کوله.
شهید حقبین انګار د ملګرو ترمنځ ډیر محبوبیت درلود، د نوموړي مجلس کې به د هر چا په شونډو موسکا خپره وه، او مشرانو ملګرو سره به هم خوش طبعي کوله، په ټولو باندې ګران و، ځکه چې نوموړي د جهاد په لار کې بې شمېره قربانۍ ورکړې وې.
دا چې موضوع ډیره اوږده نه شي او د شهید حقبین انګار تعلیمي ژوند، جهادي کارنامې او شهادت د لوستونکو او مینوالو تر ګوتو پورې ورسیږي نو په ترتیب سره به یې په لاندې کرښو کې ذکر کړو.
زده کړي :
شهید سمیع الله خپلې ابتدایي زده کړې له الف باء څخه نیولې تر قرآن کریم پورې د خپل کلي ملا امام صیب سره ترسره کړي وې.
له ابتدایي زده کړو نه وروسته یې دیني کتابونه له خپل ګران پلار الحاج مولوي محمد زرین او کاکا مولوي صاحب ولي جان ( د امارت پنځه کلن حکومت پر مهال د چک ولسوالۍ د امر بالمعروف مسؤول) څخه تر لاسه کړي وې. له هغه وروسته یې مکتب هم د چک ولسوالۍ په دارالعلوم شهادت کې پیل کړ او بیا د وتلي او جید عالم مولوي صاحب محمود شاه سره د چک ولسوالۍ د علیشې په مدرسه کې د کوچنۍ دورې کتابونه پیل کړل.
له کوچنۍ دورې وروسته د سیدآباد ولسوالۍ د شیخ آباد سیمه کې د نامتو عالم مولوي صاحب برهان الدین سره د څه وخت لپاره خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه.
د تفسیر دوره یې د لوګر ولایت نامتو عالم شیخ الحدیث والتفسیر عبدالحمید حماسي صیب سره مکمله کړه.
دا چې د شهید حقبین انګار صیب والد محترم الحاج مولوي محمد زرین ګاونډي هیواد پاکستان ته ډیر مخکې هجرت کړی و، نو له همدې کبله به د دوی کورنۍ د ژمي تېرولو لپاره د پیښور مشهور مهاجر کیمپ کچه ګړۍ کې ژوند کاوه. همغه و چې شهید حقبین انګار د تفسیر دورې نه وروسته د پیښور د امام ابوحنیفه رحمه الله د عربي ژبې په مشهور معهد کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او دوه کاله یې عربي ژبه، فقه، نحو، صرف، بلاغت او تفسیر زده کړې ترسره کړې.
جهادي کارنامې:
شهید سمیع الله حقبین انګار سره له دې چې ډیر کشر و د جهاد سره یې لیونۍ مینه درلوده، آن د زده کړو پر مهال یې سنګر ته تلوسه درلوده. د لومړي ځل لپاره یې جهاد د سیدآباد ولسوالۍ د نامتو مجاهد او دلګۍ مشر شهید مولوي عبدالولي مخلص سره پیل کړ. چې څه وخت وروسته بیا د سیدآباد ولسوالۍ د شیخ آباد سیمه کې د چیجان په کلي د تاریخي چاپې په ترڅ کې لومړی د چورلکې په واسطه په پښه باندې ژور ټپي شو او بیا د وحشي یرغلګرو لخوا ژوندی ونیول شو او شپږ میاشتې یې د میدان وردګو ولایت په زندان کې په ټپي وجود تیرې کړې او بالآخره د الله په فضل سره را خلاص شو.
د زندان تورو تیارو د شهید حقبین انګار جذبه نوره هم زیاته کړه او جهادي حماسه یې نوره هم په جوش راغله او د چک ولسوالۍ د سیبکې د جهادي مشر او نامتو شخصیت شهید حزب الله سباوون تر قیادت لاندې یې علني جهاد پیل کړ.
د یادونې وړ ده چې د امریکایي یرغل په اولنیو کلونو کې د امارت مجاهدینو په مخفي ډول جهادي مبارزه پیل کړې وه، چې د وخت په تېریدو سره مجاهدین په علني ډول راووتل او د امریکایانو مخالفت ته یې مټې بډ وهلې او د ټوپک په شپیلۍ یې ځواب ورکړ. شهید حقبین انګار هم د اولنیو مجاهدینو له ډلې څخه و چې په ښکاره ډول یې ټوپک په اوږه کړ او جهاد ته یې ملا وتړله.
زندانونه:
شهید حقبین انګار دری ځله په افغانستان او دوه ځله په پاکستان کې بندي شو، چې د الله په فضل سره د ډیرو شکنجو او تکلیفونو وروسته د کرغیړن او وحشي زندان له تیارو څخه ژوندی راووت.
لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د چیجان په تاریخي چاپه کې له ټپي کیدو وروسته ونیول شو او د میدان وردګ ولایت زندان کې یې شپږ میاشتې تېرې کړې.
دوهم ځل د میدان له زندان نه څو میاشتې وروسته د کابل شیوکیو سیمه کې مدرسې ته روان و چې د ملي امنیت هایلکس موټر په مخه ورغی او کتابونه په لاس د مدرسې په لار کې یې ونیوه او د زندان په لوري یې روان کړ. دا چې حقبین انګار ډیر چست او چالاک و، نو د ملي امنیت د کارمندانو د غفلت څخه یې استفاده وکړه او په لار کې یې له موټر څخه ټوپ کړ او په تیښته بریالی شو.
دریم ځل کله چې شهید حقبین انګار په ۲۰۰۹ کال کې د امام ابوحنیفه معهد کې زده کړې کولې، نو د پاکستان څارګرې ادارې لخوا د موبایل په واسطه تعقیب شوی و او بیا ونیول شو. له نیکمرغه چې شهید حقبین انګار چالاکي کړې وه او د دوی له منګولو څخه یې ځان ژغورلی و او په تیښته بریالی شو.
څلورم ځل کله چې شهید حقبین انګار د ۲۰۱۴ کال په مني کې د چک ولسوالۍ د آدم خیلو او امانکي په کلیو لویه چاپه ووهل شوه او دری ورځې یې دوام وکړ، نو د آدم خیلو د کلي لخوا تعرضي ګروپ قیادت د حقبین انګار په غاړه و، مازیګر مهال جګړه ونښته د دواړو لوریو لخوا سپکې او درنې وسلې وکارول شوې، چې په پایله کې یې امریکایانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او د حقبین یو ملګری هم ټپي شو. بالآخره امریکایي لوري جیټ الوتکو او چورلکو په واسطه درنه بمباري پیل کړه، هر چا کوښښ کاوه چې ځان بچ کړي، دا چې د جنګ قومانده د حقبین په لاس وه نو ټپي شوی ملګری یې په شا کړ ترڅو چې امریکایانو ته ژوندی په لاس ورنشي او زر تر زره یې ډاکټر ته تداوۍ لپاره ورسوي، همغه و چې په لار کې بمباري ورباندې زیاته شوه، شهید حقبین انګار باندې ړانده بمونه وغورځول شول، ټپي شوی ملګری یې په شهادت ورسید او حقبین انګار هم ډیر سخت ټپي شو، سر باندې ولګید له تندي څخه تر ورمیږ پورې د سر پوستکی واوښت ، ښی لاس او ښی پښه یې یې غوټ مات شول او هملته تر شهید شوي ملګري لاندې پروت و، چې ماسخوتن مهال بمباري ودریده نو بیا یې ملګرو د جنګ له ساحې راوویست او بیهوشه و، دلته یې ډاکټران له علاجه عاجز شول بالآخره د علاج لپاره بل ولایت ته ته روان کړ، دوهمه شپه یې روغتون پورې بیهوشۍ په حالت کې ورساوه او بیا هلته څو ځله عملیات شو د یوې میاشتې په دوران کې یې حالت مخ په ښه کیدو شو!
له عملیات وروسته ملګرو یې نوموړی دخپل کور په لور روان کړ ترڅو خپلې کورنۍ سره وګوري او استراحت وکړي، یوه هفته یې لا نه وه پوره او په لکڼو دریدلی شو، چې یو ځل بیا د پاکستان څارګرې ادارې ماسخوتن مهال چاپه ورباندې ووهله او په ګوډ لاس او پښه یې په خورا وحشت سره له کور نه وویست او تر لسو شپو پورې یې بند کې ساتلی و. په داسې حال کې چې حقبین انګار په سر، لاس او پښه ژور ټپونه درلودل، او په زندان کې یې یو ځل بیا تر شکنجو لاندې نیولی و، د نوموړي په دغه مظلوم حالت یې هم رحم نه و کړئ، چې بالآخره لسو شپو زندان تېرولو نه وروسته د الله په فضل آزاد شو.
که څه هم شهید حقبین انګار ژور تپونه درلودل، مګر بیا یې هم شکنجې وزغملې او اعتراف یې ونکړ چې ګواکي حقبین طالب دی. بلکې د تحقیق په حال کې یې دوی ته ویلي و چې خپل کلي کې مې موټرسیکل ټکر کړ نو ځکه ژور ټپونه لرم، بالآخره دوی هم ورسره منلې وه او آزاد یې کړ.
پنځم ځل کندهار کې د جنرال عبدالرازق زندان:
د ۲۰۱۶ کال پسرلي کې شهید حقبین انګار د یو بل ملګري سره کندهار ولایت کې د جنرال عبدالرازق منګولو ته ولوید. دا چې شهید حقبین انګار ډیر چالاک او ځېرک و، د جنرال عبدالرازق کسانو څو ورځې مسلسل شکنجې او تعذیبونه ورکړل ترڅو چې اعتراف ورباندې وکړي، مګر شهید حقبین انګار بیا هم اعتراف ونکړ.
شهید حقبین انګار ما (لیکوال) ته وویل چې څو ورځې مسلسلې شکنجې مو وزغملې مګر بیامو هم اعتراف ونکړ. بالآخره د جنرال رازق کسانو په دروغو راته ویل چې هغه بل ملګری خو دې وایي چې ته حقبین یې؟ مګر ما به انکار وکړ چې زه نه یم، بالآخره د میدان وردګ ولایت د امنیت په واسطه یې داسې شواهد وړاندې کړل چې انکار نه ترې کیده، په مخابره کې د جنګ پر مهال ملګرو سره زما د قوماندې خبرې اترې، تلیفوني مکالمې او نور هر څه یې په ثبوت وړاندې کړل.
بالآخره دا پریکړه وشوه چې ریګونو ته مو بوزي او هملته مو شهیدان کړي. مګر د الله پریکړه بیا بله وه، زمونږ د خلاصون لپاره یې داسې وسیله برابره کړه چې د انسان فکر او عقل یې نه مني.
څو کاله وړاندې د سیدآباد سالارو سیمه کې مونږ د شهید حزب الله سباوون په قیادت یو کندهاری څارنوال ونیوه، او څو ورځې مونږ سره بندي و، مونږ له څارنوال سره ډیره ښه وضعه وکړه او یو څه وخت وروسته د امارت د محکمې له لوري برئ شو، داسې جرم یې نه و کړئ چې نوموړی ورباندې قتل شي، نو بیا مو چې کله آزاد کړ نو مونږ سره یې انډیوالي جوړه شوه او هر وخت به یې رابطه راسره کوله.
نو کله چې امنیتي کارمندانو مونږ د ریګونو پر لوري روانولو نو لاسونه او سترګې یې را باندې خلاص کړ او یو یو انځور یې را نه واخیست، بیرته یې لاسونه خلاص پریښودل او سترګې راوتړلې، زه په یو ټوډي موټر کې کینولم او ملګری مې بل موټر کې، زما سترګې یې سمې نه وې تړلې لږ چوله وه تر هغه مې لار لیدله، زه وروستي سیټ کې کینولم او امنیت آمر خپله موټر ته کیناست او مخکیني سیټ کې یو کلاشینکوف هم ایښئ و.
ما چې پر کلاشینکوف سترګې ولګیدې نو خوشاله شوم، ما ویل هسې دې هم شهیدوي او دا پریکړه یې کړې ده اوس مو ریګونو ته بیایي، نو راشه ټوپک باندې حمله وکړه او دغه آمر خو درسره تر مخ کړه، خپل زړه یخ کړه بیا یې چې هر څه درباندې وکړل پروا نه لري.
ما چې ځان برابر کړ او ټوپک باندې مې حمله کوله، آمر راته وویل اوس مو خوشي کوو او له مرګ څخه خلاص شوئ ما ورته وویل چې که څو شېبې دي لا نه وای راته ویلي کېدای شي لومړی مي ته ختم کړی وای.
ګورم چې همغه څارنوال مخې ته راغی، ستړې مشې یې وکړه او خپل موټر ته یې و خېژولو، له ډیرې خوښۍ په جامو کې نه ځایدم او دا هر څه خوب راته ښکاریدل.
ماښام ته لږ وخت پاتې و، څارنوال او د امنیت آمر دواړه راسره ول او د ماښام لمانځه لپاره یو ځای دمه شو. کله چې جماعت وشو نو د امنیت آمر په ژړغوني اواز څارنوال ته وایي چې لومړی ځل دی چې خیانت مې وکړ! ما په تعجب ورته وویل چې د څه شي خیانت دې وکړ؟ آمر راته وویل چې د څارنوال په انډیوالۍ کې ګیر راغلم ځکه تاسې د مرګ نه بچ شوئ، کنه په سلګونو داسې ککرۍ مې تر ریګونو لاندې کړې دي.
څارنوال چې آمر سره ډیر بې باکه هم و نو آمر ته یې کندهارۍ لهجه باندې د مور ښکنځلې وکړې او بیا یې ورته وویل چې همداسې مې درسره کړي دي، نو بد به کوې همداسې به راسره کوې.
د یادونې وړ ده چې څارنوال د شهید حقبین انګار ملګرو خبر کړئ و، نو ځکه لاس په کار شو او پر وخت یې اقدام وکړ، چې په پایله کې یې شهید حقبین انګار او بل ملګری یې د جنرال رازق له منګولو وژغورل.
لنډه دا چې شهید حقبین انګار د یوسف علیه السلام سنت هم په خپل ژوند کې عملي کړل، څو ځله د اسلام په خاطر د اسلام د دښمنانو لخوا د زندان تورو تیارو ته واچول شو او په خورا وحشت سره یې شکنجې وزغملې.
غیرت او میړانه:
د شهید حقبین انګار غیرت او میړانه د لمر په څېر ټولو ته روښانه وه. دا چې نوموړي په ډیر کشرتوب کې جهاد شروع کړ، هسکې او ژورې یې ولیدې نو ورځ تر بلې یې زړورتوب او میړانه زیاتیدله. یوه ورځ ما (لیکوال) پوښتنه ترې وکړه چې د جنګ خبرې ډیرې خوږې وي او هغه ساعت بیا ډیر تریخ وي، ستا څه حال وي؟ آیا د جنګ پر مهال ویریږې؟
شهید حقبین انګار را ته وویل زه چې هر ځل ټپي شوی او یا هم تکلیف شوی یم، نو عقیده مې نوره هم پخه شوې ده، او دا هیڅکله خوند نه راکوي چې نور ملګري ما نه د تعرض پر مهال مخکې شي او زه وروسته ترې روان وم. او څوک چې د جنګ ډګر کې ویریږي د هغه نیت خراب وي، یا یې بیت المال سره خیانت کړی وی او یا هم د بل کوم غرض لپاره یې ټوپک غاړې ته اچولی وي، څوک چې خاص د الله لپاره جنګیږي، د جنګ پر مهال هیڅکله د ویرې احساس نه کوي.
شهید حقبین انګار د سولې خبرې هم په دقت څارلې، وخت پر وخت به یې ملګرو ته مالومات ورکاوه. کله چې د امارت د سیاسي دفتر او امریکا ترمنځ د مذاکراتو لړۍ ډیره اوږده شوه، نو یوه ورځ یې ما ته وویل چې مشرانو دا کیسه بیخي اوږده نه کړه؟ تر کال خبره واوښته او د دوی هیڅ درک نه لګي؟ ما ورته وویل چې ورانول ډیر آسانه وي مګر جوړول ډیر وخت غواړي، همدارنګه جګړه پیلول ډیر کم وخت غواړي مګر ختمول یې ستونزمن کار دی. بیا یې په خپل انداز وویل چې مشران د امریکا ته ووایي چې ووځئ هیڅ شرط مو نه منو، او که نه وځئ داسې نخرې به درباندې وکړو چې خپله مجبور شئ!
دا چې شهید حقبین انګار د چک ولسوالۍ نظامي قوماندان و، د تشکیل پر مهال ټول مجاهدین د نوموړي تر قومانده لاندې جنګیدل، نو یوه ورځ د اورکم اونۍ پر مهال کله چې قطر کې د امارت او امریکا ترمنځ تړون ترسره کیده او یوه اونۍ اورکم اعلان شو، نو زه کور ته ورغلم دری نور ملګري هم ورسره ول، د نوي کور په انګړ کې یې کوهي باندې کار کاوه.
یو ملګری یې ورته وویل لالکه دا لایزري ټوپک راکړه مونږ طاقت نه کیږي بیګا ته ولسوالۍ پوستو ته ورځو، دا څو ورځې کیږي هسې ګرځو زړونه مو تنګ دی.
شهید حقبین انګار ته ما وویل ولې ټوپک نه ورکوې؟ ده را ته وویل د ټولو ملګرو نه مې لایزري ټوپکونه اخیستي دي، هسې نه چې اورکم اونۍ کې عملیات وکړي نو بیا د مشرانو بې اطاعتي کیږي او ملامتیا مونږ باندې راځي. زه هر وخت ملګرو ته وایم چې دومره صبر وکړئ چې دا پنځه زره بندیان خوشي کړي او تړون لاسلیک شي بیا به ورسره ګورو، که چیرې تړون ته ژمن پاتې شول نو بیا خو شرعا مونږ ته اجازت نشته چې غدر وکړو او که دوی مات کړ بیا خو هسې هم ورسره جنګیږو.
ما (لیکوال) هغه نور ملګرو ته وویل چې صحي خبره درته کړي، صبر وکړئ! هغه یو ما ته وویل چې بیا به ته هم راسره ځې؟ ما د ټوکې په انداز ورته وویل زه قومانده درکوم او تاسې به امر منئ! هغه را غبرګه کړه داسې قومانده نه منو چې ته ناست وې او مونږ ورلیږې، د لالک (شهید حقبین انګار) غوندې قومانده منو چې هر تعرض کې مونږ نه مخکې روان وي او مونږ ورپسې وو.
لنډه دا چې شهید حقبین انګار داسې غښتلی او د قوي عزم لرونکی قوماندان و چې د جګړې پر مهال به د ټولو نه مخکې روان و، او نور ملګري به وروسته ورپسې ول.
د شهید حقبین انګار د مخلص په نوم یو نیژدې ملګري چې د سیدآباد ولسوالۍ د اونخي درې اوسیدونکي دی، د نوموړي د جنازې نه وروسته را ته وویل چې لالک په زړه بوټ مات کړم، دومره سخت تعرضونه، چاپې او چریکي عملیات مو وکړل له ټولو ژوندی راووت، او په هر تعرض کې به د ما ورسره جنګ و چې ته ولې دومره مخکې روان یې او دومره نیژدې دښمن ته مه ورځه، تا ډیره قرباني ورکړه د تا پر ځای زه ورځم. زه دا نه وایم چې ته بزدله یې او یا له مرګ نه ډاریږې، ښه تکړه او زړور یې خو داسې مه کړه. مګر لالکو به هیڅ خبره نه اوریده او بیا به هم له ټولو نه مخکې روان و.
مسؤولیتونه:
شهید حقبین انګار په خپل پنځلس کلن جهادي مزل کې لاندې مهمې دندې ترسره کړې دي.
د مشر سباوون له شهادت وروسته د دویم سباوون د دلګۍ مرستیال پاتې شو، او د دوهم سباوون له شهادت وروسته دریم سباوون د ولایتي کمیسیون غړی او د جغتو ولسوال وټاکل شو نو د دلګۍ مسوؤلیت د شهادت تر ورځې پورې شهید حقبین انګار پر غاړه و.
د چک ولسوالۍ لپاره د مؤسساتو مسوؤل په توګه دری کاله دنده ترسره کړه.
د چک ولسوالۍد قطعې مسوؤلیت چې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې جنګیده.
د چک ولسوالۍ نظامي قوماندان و چې د چک ولسوالۍ څخه د ولایت په کچه تشکیلات د نوموړي په قومانده ترسره کیدل.
د جغتو ولسوالۍ لپاره د نظامي ولسوال سباوون مرستیال هم و.
ټپي کیدل:
لکه څنګه چې شهید حقبین انګار د وردګو ولایت خالد بن ولید باندې نومولی شی دی، او د نوموړي د ژوند لیک عنوان غوره شوی دی. نو راځئ چې اوس د شهید حقبین انګار د ټپي کیدلو او د جهاد په لار کې د بې شمیره ټپونو یو څو بیلګې درته ذکر کړم.
شهید حقبین انګار د خپل جهادي مسیر په دوران کې څوارلس ځله مرګونی ټپي شوی دی، چې هر ځل ټپي کیدو سره یې لسګونه پارچې بدن خوړلې دي.
د لومړی ځل لپاره د شیخ آباد سیمه کې د چیجان په چاپه کې د چورلکې څخه په درنه وسله د ملا تېر سره د ښۍ پښې په غټ هډوکي باندې ټپي شو، چې وروسته بیا ټپي حالت کې د زندان تورو تیارو ته واچول شو او شپږ میاشتې یې تېرې کړې.
د چک ولسوالۍ د دروانخیلو کلي کې د چاپې پر مهال د هوایي برید په ترڅ کې یې ژور ټپونه وخوړل.
د چک ولسوالۍ د جواري کلي کې امریکایانو ته د بوشکې ایښودلو پر مهال د خپل تکړه ملګري شهید محمد کریم سنګر سره یو ځای مرګونی ټپي شو. چې د بوشکې د درز سره کابو شل متره لیرې ګوزار شوی و، غوږونو او سترګو ته یې ډیره ضربه ورسیده، چې بالآخره د غوږونو تکلیف هم ورته پیدا شو او د ژوند تر پای پورې به ټیټ آواز سره د چا خبره نه اوریده.
د چک ولسوالۍ کې د دوران خیلو کلي د هوټل د سر پوستو نیولو پر مهال یې ژور ټپونه وخوړل، په داسې حال کې چې د جنګ قومانده هم د نوموړي پر غاړه وه، او په پایله کې یې د دورانخیلو او هوټل پوستې چې دواړو کې کمانډویانو پراته و، په بشپړ ډول له منځه یوړې.
د چک ولسوالۍ د مدیارخیلو کلي کې د مخامخ کمین په ترڅ کې یې ژور ټپونه وخوړل، چې یوه مرمۍ په سر باندې د عصبي رګ سره هم لګیدلې وه.
د آدم خیلو او امانکي کلي تاریخي چاپه چې درې ورځې یې دوام وکړ، په پایله کې یې حقبین انګار مرګونی ټپي شو، لس نور ملګري یې شهیدان شول، بالآخره حقبین له دوه ورځې بیهوشۍ وروسته بیدار شو، سر باندې ژور ټپ، ښی لاس او پښه یې دواړه مات شول، څلور ځله یې عملیات ترسره شو مګر بیا یې هم لاس کوږ جوړ شو او هر وخت به ورسره تکلیف و.
د سیدآباد ولسوالۍ د عزیز کلا تاریخي پوسته چې غزني ته نا رسیده موقیعت لري، تېر کال د روژې نه درې ورځې مخکې د شهید حقبین انګار په مشرۍ تر برید لاندې راغله، چې په پایله کې یې پوسته په مکمل ډول له منځه یوړه، حقبین سره له ملګرو د دوهمې پوستې په لوري روان شول. دا چې حقبین ډیر زړور قوماندان و نو د ټولو تر مخ یې پوستې ته ځان ورساوه، د پوستې تر څنګ له خاورو څخه ډک شوي جال سره کیناست.
شهید حقبین انګار د ټپي کیدو کیسه داسې راته وکړه: ما کوشش کاوه چې جال باندې ور واوړم مګر د پوستې عسکر زیات و نو ضربې یې را باندې وکړې او زه بیرته د جال څنګ ته کیناستم، بل ملګری هم راسره و هغه آواز وکړ چې ګرنټ کیلي یې کش کړه او ګرنټ را ګوازروي نو ما پروت وکړ، د تقدیر پیښه وه ګرنټ زما له خولې سره ولګید، خوله مې له وینو ډکه شوه او بیا ملګرو وویل چې باید شاتګ وکړو کنه ډیر به مو خراب کړي. بالآخره شاتګ مو وکړ کله چې د جنګ له ساحې ووتلو نو د چپ لوري دوه پورتني او یو لاندیني مخکیني غاښونه مې بیخ کې مات شوي ول.
شهید حقبین انګار په خپل ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احد د غزا سنت هم ژوندي کړل، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د احد غزا کې خپل مبارک غاښونه شهیدان کړل، نو همدارنګه شهید حقبین انګار د عزیز کلا تاریخي تعرض کې خپل دری غاښونه شهیدان کړل.
د یادونې وړ ده کله چې د شهید حقبین انګار پوښتنې ته مونږ ورغلو نو خبرې یې نشوای کولای، پر غاښونو سربیره یې د ژامو غټ هډوکي او زنه یې مات شوي ول، د چپې سترګې کونج کې هم یوه پارچه ننوتلې وه چې بیا ډاکټرانو د دې ویرې و نه ویستله هسې نه چې سترګې ته تاوان وکړي او تر آخره همداسې پاتې شوه.
د شهید انګار دا کارنامې مشت نمونه خروار دی ، نو د شهید حقبین انګار تقبله الله یوازې ژورو ټپونو باندې به اکتفاء وکړو. د شهید انګار تقبله الله په وجود کې د زیاتو پارچو او پرزو له امله د تور ژیړي په رنځ هم اخته شوی و،ډاکټرانو یې معائنات وکړل نوپه تور ژیړي د اخته کېدلو لامل یې په وجود کې د زهري پرزو شتون یاد کړ.
د شهید حقبین انګار مېړانه او کارنامې په سیمه کې د نمومنې په څېر یادېدلې، هم د مجاهدینو دا هڅه وه چې د شهید انګار په څېره مېړانه ترسره کړي او هم به یې د کورنیو دا خواهش وو چې زامن یې د حقبین په څېر مجاهدین شي .
د یادونې وړ ده چې ډاکټرانو د شهید حقبین انګار د بدن ټول ټپونه ۱۰۸ شمېرلي وو. نو اوس تاسې فکر وکړئ چې۱۰۸ مرمۍ یا پارچې د انسان وجود وخوري، آیا هغه وجود کې به کوم روغ ځای پاتې شي؟ شهید حقبین انګار چې د اوسني عصر خالد بن ولید نه وي نو بل به څوک داسې پیدا شي چې د شهید حقبین په څېر یې څوارلس ځله ژور ټپونه او ۱۰۸ پارچې پر بدن یوازې او یوازې د اسلام لپاره خوړلې وي؟!
سربیره پر دې شهید حقبین انګار په پنځلسم ځل ټپي کیدو سره د شهادت لوړ مقام ته ورسید، او له شهادت وروسته بزدله دښمن یو ځل بیا پنځه ځایه پر مخ په برچو وهلی و، سینه او ګیډه کې یې هم بې شماره ګزارونه ورکړي وو چې سینه او ګیډه یې غلبیل غلبیل ول.
د یادونې وړ ده چې شهید حقبین انګار د ډیرو ټپونو او کړاونو له کبله حوصله له لاسه ورکړې وه او حافظه یې هم دومره کمزورې شوې وه، چې یوه ورځ زما (لیکوال) په مخ کې یو ملګري د بچیانو پوښتنه ترې وکړه چې څو زامن لرې؟ حقبین انګار ورته وویل دری، عمر، خالد منصور او د دریم زوی نوم یې له ذهن نه وتلی و. څو ورځې وروسته یې بیا ذهن ته ورغلی و او ما ته یې وویل چې دریم زوی مې عباس نومیږي. د سړي نه چې د زوی نوم هیر شي نور نو تاسې اندازه ولګوئ چې شهید حقبین انګار څومره قرباني ورکړې ده چې د ډیرو ټپونو له وجې د زوی نوم ترې هیر و.
شهادت:
دا چې شهید حقبین انګار د اسلام د دښمنانو د سترګو خار و، په سلګونو د اسلام دښمنان یې تر تیغ تیر کړي ول. نو ځکه خو د میدان وردګو ولایت امنیت د نوموړي د له منځه وړلو یا ژوندي نیولو لپاره ډیرې هلې ځلې کولې، څو ځله یې نوموړي باندې ډرون بریدونه، چاپې او چریکي بریدونه وکړل. آن تر دې چې یو ځل د استخباراتي کړیو په واسطه د نوموړي په کور ماسخوتن مهال مسلحانه حمله وشوه، لله الحمد چې نوموړي هم کلکه مقابله ورسره وکړه او په پایله کې دښمنان په تیښته بریالي شول او چا ته مرګ ژوبله هم وا نه وښته.
سربیره پردې د شهید حقبین انګار هره تلیفوني مکالمه تر تعقیب لاندې وه، څو ځله نوموړي ته د دوی یو نفوذي کس چې میدان وردګ ولایت امنیت کې دنده ترسره کوي خبر ورکړئ و، چې څو ځله ستا په اړه بیړنۍ ناستې ترسره شوې، او هر ځل په دې ټینګار کیږي چې حقبین انګار باید په هره طریقه چې وي له منځه یوړل شي، ځکه چې نوموړی که څه هم ډیر کشر دی، مګر کارونه یې د یو نظامي افسر له سویې هم جګ دي.
شهید حقبین انګار په تکتیک پوه او ځیرک قوماندان و، هر تعرض کې به یې دښمن ته زیات تلفات اړول ملګري به یې هم روغ ساتل، په غوڅ اکثریت سره د نوموړي تعرضونو کې ټپیان او شهیدان د نشت برابر و.
دا چې حقبین انګار د غیرت او میړانې سمبول و، هر دښمن ته په ډګر ولاړ و. همدا وجه وه چې دښمن یې د مخامخ مقابلې توان نه درلود او له ډیرې ویرې به یې تیښته کوله او میدان به خالي پریښود.
شهید حقبین انګار له ډیرو سختو تعرضونو، چاپو او هوایي بریدونو ژوندی را ووت. د شهادت نه یوه هفته مخکې یې را ته وویل چې د کومې ورځې نه مې جهاد شروع کړئ دی، تراوسه پورې ۱۸۰ نیژدې ملګري شهیدان شول او یوازې زه پاتې یم. نو داسې ښکاري چې الله ته به قبول نه یم او د کومې ګناه په وجه مې نه قبلوي، ما تسلیت ورکړ او بیا مې ورته وویل چې ته به لکه خالد بن ولید رضي الله عنه ژوندی له جنګونو وزې او په خپل طبیعي مرګ به وفات کیږې.
د شهادت نه دری ورځې مخکې یې خوب لیدلی و چې د غره لمن کې روان وي او له پاسه خوړ کې رڼې اوبه را روانې وي، د سپینو پګړیو څو کسان په مخ ورته راشي او د عمر په نوم یو شهید شوی ملګری یې هم د سپینو پګړیو ډله کې وي، بیا حقبین انګار ته ووایي چې زه الله قبول کړی یم او ته یې هم قبول کړې.
د شهید حقبین انګار د شهادت کیسه د هغه نیژدې ملګري داسې وکړه: د ۱۳۹۹ لمریز کال د جوزا میاشتې ۲۷ نیټه د سې شنبې ورځ ماسپښین مهال دوه بجې یې له ځان سره روان کړم، ویل راځه چې د شاه قلندر سیمه کې ترصد وکړو او د پوستو باندې د عملیاتو پلان جوړ کړو. د شیخ یاسین کلي څخه پلي روان شو او کله چې د شاه قلندر بابا سیمه کې د کُولک له کلي تېر شو او کاکاخیلو کلي ته ور داخل شو، نو شهید حقبین انګار ډیر خوښ بریښده او ویل یې دا خو ډیر ښه ځای دی او ښه کار به پوستو باندې وکړو.
کله چې بیرته را روان شو، نو د کُولک د پایې پوستې نه مازیګر څلور بجې د درازکوف ډز را باندې وشو او شهید حقبین انګار یې د زړه په سر وویشت او ځای پر ځای شهید شو، انا لله وانا الیه راجعون!
ما کوشش وکړ چې له دغه ځای نه یې اوچت کړم او ملګرو ته خبر ورکړم چې لالک (حقبین انګار) شهید شو!
زه لګیا وم چې اوچت یې کړم همغه و چې ما باندې یې فیرونه شروع کړل، بالآخره ما ویل هسې نه چې زه هم شهید شم او یا مې ژوندی ونیسي، اسلحه به هم دښمن ته په لاس ورشي، نو په بیړه مې د شهید لالک نه ټوپک را واخیست او په داسې حال کې ترې وتښتیدم چې له شا نه د مرمیو باران را پسې و.
د کاکا خیلو کلي یو سپین ږیري بیا د شهید حقبین انګار چانټه، تفنګچه، موبایلونه او نور شخصي سامان په بیړه سره ترې اخیستي و او پټ ځای کې یې ساتلی و.
بالآخره د شهید حقبین انګار مبارک جسد کلیوالو په کمبله (توس) کې د کلي تر جومات پورې وړی و، چې د پوستو نه د اردو عسکر په خورا وحشت سره جومات ته را رسیدلي ول، کلیوال یې پر تهدید سربیره وهلي هم وو.
بیا یې د شهید حقبین انګار جسد باندې پیکا ضربې کړې وې، سینه او ګیډه یې غلبیل غلبیل کړي و، او بیا یې په ډیر وحشت سره ټانګ باندې اچولی و او د لنګر بازار کې یې ګزمې ورسره کولې.
ماښام مهال یې د شهید حقبین انګار جسد پوستې ته جګ کړی و او بیا یې برچو باندې په مخ، سینه او ګیډه یو ځل بیا په ډیر وحشت سره سوری سوری کړئ و.
سهار اته بجې د شهید حقبین انګار ملګرو د سرې میاشتې له کارمندانو سره اړیکه نیولې وه او بیا یې د شهید جسد راوړ.
دا چې شهید حقبین انګار دوی ته ډیر خطرناک و، نو ځکه یې شهادت نه وروسته جسد سره دومره وحشت ترسره کړ او په ضمن کې یې د نوموړي د شهادت خبر هم رسنیز نه کړ، ځکه چې بیا دوی د خپل ترسره کړي وحشت څخه ویریدل، د حقوق بشر او نورو اړخونو د ملامتیا څخه یې ځانونه وژغورل او د شهید حقبین انګار په شهادت یې خاموشي اختیار کړه.
رښتیا هم چې شهید حقبین انګار د رب سره کړې ژمنه پوره کړه او بالآخره د شهادت جام یې نوش کړ او د ابدي ژوند لپاره یې د دنیا فاني ژوند قربان کړ.
په اطمنان سره ویلای شم چې د شهید حقبین انګار او نورو شهیدانو د وینو په برکت سره به ان شاءالله افغانستان کې اسلامي نظام قائمیږي او نور به د تل لپاره افغانستان د پردیپالو له منګولو څخه ژغورل کیږي. د شهید سمیع الله حقبین انګار هره کارنامه به د تاریخ په زرینو پاڼو کې لیکل کیږي او د راتلونکو نسلونو لپاره به د محمد بن قاسم په څېر یو ځلیدونکی ستوری وي.
روح یې دې ښاد او یاد یې دې تل وي