عبید تنویر
زما سره به تل دا ویره او پریشاني وه چې یا الله ته خو هغه ورځ مه راباندې وینې او ژوندی مې مه پریږدې چې د ټولې صلیبي او کفري نړۍ د سترګو ازغي او د اسلامي امت اتلان ملا محمدعمر مجاهد او شیخ مولوي جلال الدین حقاني دې ژوندي د امریکایانو لاسونو ته ولویږي، چې مونږ ورته ګورو او د اسلام ابدي دښمنان د اسلام دغو سپه سالارانو ته ولچک او زولنې وراچوي، تمسخر پرې کوي او اسيران کوي یې.
باور وکړئ، چې زه د اسلامي امارت د ټولو مشرانو د حفاظت لپاره هر سهار او بیګاه دعاګانې بلا ناغه کوم، خو د عالیقدر مرحوم اميرالمومنين او مشر حقاني صاحب په حق کې مي څه خاص اذکار ويل په ځان لازم او نذر کړي وو.
ځکه داهغه دغیرت اومیړاني هستي اودفولادي عزم غرونه وو چې په ډیرصراحت یې دمستکبري امریکا بدمعاشی ته داسلام په توره ځواب ووایه اواسلامي امت ته یې داثابته کړه چې که امریکا ځانته دنړی لوی ابرقدرت اوسپرپاور وایي خو چون افغانان مظلوم او داعیه یې برحقه ده هغوئ به ارومرو په باطل غلبه پیداکوي اوهغه وخت اوشیبي به دالله تعالی په نصرت ارومرو رازی چې امریکایان به داسلامي امارت جهادي عزم او دریځ ته غاړه ږدي او حقانیت به یې تسلیموي لکه چې داهرڅه اوس مونږ اوتاسي دسرپه سترګو وینو
هماغسي شول داسلامي امارت موسس عالیقدر اميرالمومنين ملامحمدعمرمجاهد اودعربواوعجمو دسترګو تور الشیخ مولوی جلال الدین حقاني دامریکا دټول څارګرجال ،جواسیسو اونیرنګو په وجوداوفعالیت کې اودملیاردونو ډالرو په لګښت هغوي داځای ځانته معلوم نشوکړلای چې داسلام اوافغانیت دغه ځلانده ستوري چیرته اوسيدل اودجهاد رهبری یې په کوم حکمت اوتکتیک سرته رسوله
له شک پرته چې داد مظلومو مسلمانانو ددعاګانو اوالله پاک ته ددوئ دتضرع اوزاریو نتيجه اوبرکت وو چې دژوند ترورستی سلګي پوري دمیړاني اودیانت دغه علمبرداران دکفارو اومنافقانو له کرغیړنو لاسونو اودامونو مصون وساتل شول
مرګ هرچاته رازی اوهرڅوک یې څکونکي دی اوټول دالله پاک حضورته ورتلونکي یو،سياف،کشاف رباني اونور جهاد پروشان به هم دالله پاک حضورته دریږي اوملامحمدعمر مجاهد، ملااخترمحمد منصور او شیخ جلال الدین حقاني نورالله مرقدهم به دریږي
هلته به بيا اندازه لګيږي چې چا دالله په دین غیرت کړی و څوک حقیقي مجاهدين ول ، چا دروس ،امریکا اوناټو ژامي ورماتي کړی اوچایې دغلامی ځنځیر په غاړو کې واچول، چا په مظلومو اومهاجرو مسلمانانو غیرت وکړ او ټوله پادشاهي اودبدبي یې ترینه ځار کړي اوچابیا همدغه مسلمانان اوعربان ژوندي نيول اوپه جنګي کلا، کندوز، کابل، ننګرهار، کندهار اونورو برخوکې یې لاس تړلي امریکایانو ته سپارل
د دوو جهادونو د قائد مولوي جلال الدین حقاني هغه خبره مي اوس هم په غوږونو کې ګړنګیږی چې دبې بې سي دشیطاني راډیو دخبريال ددې پوښتني په جواب کې چې لوی اکثریت افغانان غواړي چې امریکایی پوځیان اونړیوالي قواوي افغانستان راشي اودسولي اوامن لپاره کار وکړي، خو حقاني صاحب ورته په ځواب کې ووئيل چې ستاسی په دغه خبره کې صدق نشته هیڅ اصیل افغان په خپله خاوره کې خارجی عسکرنشي برداشت کولای اوداسې به ورسره وجنګیږي لکه له انګریزانو اوروسانو سره چې جنګیدلی وو حقاني صاحب زیاته کړه چې زه داخبره په دې باور اوعزم کوم چې زما خبره دافغانانو دزړه غږ دی ځکه زه په ملایانو کې ملا ،په قومي مخورو کې قومي مشر په سیاست کې سیاست مدار اوپه هغو سربیره دافغانستان دسرحدونو اوقبائلو چارو وزير یم
خو له بل لوري رباني بې بې سي ته ویل چې امریکایان بائید غټ غټ بمونه په افغانستان وغورځوي اوپوځیان په عاجل ډول په افغانستان کې پیاده کړي
سياف به امريکايې جنرالانو ته وئيل چې دعربانو دنيولو قومنده اوامکانات هغه ته وروسپاری ځکه هغه دروسانو په مقابل کې جنګیدونکي عرب مجاهدین ډیر ښه پيژني !!!!!
یا الله ته خو په خپل عظیم لطف اومرحمت ملامحمدعمر مجاهد، شیخ مولوي جلال الدین حقاني اوداسلامي امارت ټول شهيدان دفردوس جنت په اعلی اولوړو درجو ونازوي جهادونه، دیني خدمتونه اودغیرت اومیړاني ټولي کارنامي اوهڅي یې ورته يوه یوه قبولي اومنظوري کړي او په برکت یې امريکا اودامریکابچوړي اومتحدین نیست نابود اودافغانانو سترګي داسلامي نظام په حاکمیت یخي اوتندي یې خړوبه وګرزوي
امین