لیکوال: نصیب ځدراڼ
پېژندنه
شهید مولوي سنګین فاتح د حاجي مرسلین زوی په قوم ځدراڼ، د پکتیکا ولایت زیړوک ولسوالۍ د تنګي د کلي اوسیدونکی و.
مولوي صاحب په ۱۹۷۴ کال د هجرت په دیار شمالي وزیرستان دته خیلو سیمه کې پیدا شوی و چې په پنځو وروڼو کې تر ټولو مشر و .
لومړنی ژوند او تعلیم
ملا سنګین لومړنۍ زدکړې د شمالي وزیرستان همزوڼي کلي کې د مولوي حبیب الرحمن صاحب نه پیل کړې، د لوړو دیني زدکړو لپاره د ستر مجاهد مولوی جلال الدین حقاني صاحب مدرسې منبع العلوم ته لاړ. نوموړی په دې وخت کې زلمی و، د جهاد او وطن سره یې ډیره مینه درلودله، د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال به یې د درسونو د رخصتیو نه په استفاده د شراو فساد د عناصرو په ضد جهاد کې برخه اخيستله.