قدرمنو او پتمنو د عزت او وقار وړ مجاهدو افغانانو! السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
نيکمرغه کوچنى اختر مو مبارک شه، خداى تعالی مو طاعات، عبادات، روژې، تراويح او نور ټول نیک اعمال د خداى( جل جلاله ) په دربار کې قبول او منظور کړه.
متعال رب دي دا اختر د افغانستان او اسلامي نړۍ لپاره د لا سرلوړی او سرفرازى اختر وګرځوي
الله تعالى دې دا اختر د فتنه ګرو او باغيانو د اختتام وروستى او اخرنی اختر وګرځوي
ګرانو هیوادوالو! دا چي افغانستان د يو بشپړ اسلامي نظام کوربه دى او تاسو يې کوربانه ياست، دا موږ او اسلامي امارت ته د وياړ او نيکۍ ځاى دى، تاسې د دي دروند هيواد سنګين زيورات ياست، تاسو د نظام ولاړې ستني ياست، الله تعالى مو اباد او خوشحاله لره، د خوښۍ او امن له فضا ډک اختر ولرى
اختر مو نيکمرغه
د نيکمرغه کوچني اختر په مناسبت د المرصاد خپروندویه ادارې پيغام
