شهادت سعادت دی

لیکوال: عامر
د شهادت حصول زموږ ارمان او مقصد دی، په شهادت باندې موږ ویاړ کوو او ددې ویاړ په برکت د قربانۍ میدان لا هم قوي کیږي. نظام تقویه اخلي، د انتقام لپاره د غلام دښمن ریښې له مینځه ځي، موجود خارجي فساد او موسادي فتنې له مینځه وړي.

د مشرانو شهادتونه موږ را ژوندي کوي، د قربانۍ احساس را سره پیدا کوي، فداکارۍ او ایثار ته مو جلبوي او د آزادۍ د نعمت ساتلو جذبه مو لوړوي. زموږ مؤمن مشران د سپیڅلي محمدي دین د ارتقاء لپاره ځانونه لولپه کړي، کوي یې او په آینده کې به هم دا تاریخ همداسې زرین پاتې وي إن شاءﷲ.

شهید مزمل تقبلهﷲ چې څو ورځې وړاندې د داعشي خوارجو لخوا په شهادت ورسید، موږ یې کمزوري نه، بلکې د قوت په خوا سوق کړو، موږ ته یې نوی احساس او سپیڅلې جذبه راکړه، موږ یې د اسلامي نظام په قدر، د آزادۍ په نعمت او د همدې مبارکې ازادۍ د ساتلو په اهمیت وپوهولو او دا پیغام یې راکړ، چې په هر قیمت وي، موږ باید حساس واوسیږو، درک مو څو چنده شي او لا هم د قربانیو په دې دوران کې مخته تګ وکړو، هیچاته اجازه ورنکړو، چې د نظام په ختمېدو، چپه کېدو او کمزوري کېدو کې پرمختګ وکړي.

داعشي خوارجو د یوه مشر په شهادت بسته ملت را ویښ کړ، د دوی کرکه په ملت کې لا هم قوي شوه، د دوی د محوې اراده لا هم محکمه شوه، دې بوږنونكى پیښې دا پیغام وړاندې کړ، چې نور دلته موسادي فتنې د تل لپاره له مینځه تلونکي دي، دوی ډېر ژر د رسولﷲ ﷺ د حدیث شریف مصداق ګرځېدونکي دي، چې هر وخت د دوی ښکرونه را وځي، هغه به قطعه کیږي، همداسې د نن داعشي موسادي ملیشې، چې د اوس وخت خوارج دي له مینځه تلونکي دي او د رسولﷲ ﷺ د حدیث تصدیق کیږي.

شهید مزمل تقبلهﷲ چې په تقوا، دیانت، صدق، اخلاص، توکل او سرښندنه کې یې نوم درلود او تاریخ یې د هرې کارنامې په ثبت فخر کاوه، مزمل لاړ، خو تر شا یې زرګونه داسې کسان پرېښودل، چې د ځان په شان یې روزلي ول، دښمن دې نه خوشحالیږي، زموږ سرښندونکي مجاهدین به یې په ډېره سخته انتقام واخلي ان شاءﷲ.

leave a reply