لیکنه: “مسرور افغان”
که څه هم د بلخ والي یو تقوا داره مدبر اسلامپاله او وطن پرسته شخص و او خالګا یې هیڅ د زغملو نده، خو د نړۍ کفار او ورسره خوارج دې دا واوري! زمونږ ټولو وروستی هدف شهادت دی او انشاءالله رب به مو ورته رسوي. شهادت د الله رب العزت له لورې هغه انعام دی، چې خپلو نیکو بندګانو ته یې ور په برخه کوي.
شهادت هغه لوړه مرتبه ده، چې ور رسیدل د ژوند په بیعه تمامیږي. دا نظام د ځوانانو، علماؤ او طالبانو پر قربانیو راغلی او په همدغسې قربانیو به یې ساتو، هر شهید مونږ ته روحیه راکوي او نور مو د دې نظام دفاع ته را ولاړوي، هو د نړۍ کفار او تش په نوم مسلمان خوارج دې په زغرده واوري! مونږ به ددې شهیدانو یو پر سله اخلو او لکه د سپیو پر مرګ به مو وژنو.
اې خوارجو تاسو پر دې مه خوشحالیږئ، چې ګوندې زمونږ یو مشر شهید کړئ او بریا به ستاسو وي، مونږ له مشره تر کشره ټول همدې قربانیو ته تیار یو او لکه څنګه مو، چې د رب په نصرت اسلامي نظام حاکم کړ همداسې به یې ساتنه کوو.