أبو محمدڅه موده وړاندې المرصاد په يوه راپور کې ويلي وو چې داعش په سيمه ( پاکستان، افغانستان، ايران) کې د ديني مذهبي علماؤ د ترور پلان درلود او ادعا يې کړې وه چې د اسلامي امارت استخباراتي ارګانونو د يادو بريدګرو په اړه مکمل مالومات د پاکستاني او ايراني چارواکو سره شريک کړې وو.همداسې يې پاکستاني مذهبي علماؤ ته سپارښتنه کړې وه چې بايد پر حکومت اتکاء ونکړي او خپل امنيت په خپله ټينګ کړي.خپله اسلامي امارت په افغانستان کې د ياد پلان پلي کوونکي وژلي ووخو د پاکستاني لوري د بې غورۍ له امله د هغه وخت څخه په پاکستان کې د ديني او مذهبي علماوو ترور جريان لري، دوې ورځې وړاندې په کراچۍ ښار کې يو سلفی ملا شيخ ضياء الرحمن ترور شو او پرون بيا د جمعيت علماء اسلام ګوند پر مخکښ غړي حافظ حمدالله باندې بريد تر سره شو چې پړه يې داعش پر غاړه واخسته او همدا لړۍ نوره هم جريان لري.د اسلامي امارت د راتګ سره په افغانستان کې د داعش ټغر په ټوليدو شو، او اسلامي امارت غواړي چې د سيمي د هيوادونو سره په هماهنګۍ ددې فتنې نور مخنيوی هم وکړي، خو متأسفانه چې پاکستاني چارواکي د داعش په قابو کولو کې پاته راغلي دي.په پاکستان کې د داعش پراخ حضور لکه څنګه چې د سيمي د امنيت لپاره ستر خطر دی، همداسې د پاکستاني چارواکو و نيت او عمل ته هم ګوته نيول کيږي، يا خو پاکستاني چارواکي داعش ته په اجازه ورکولو کې خپلې شخصي/ سياسي ګټې ويني او يا هم د داعش په راګرځولو کې پاته راغلې دي، خو موږ بيا هم وايو چې پاکستاني مذهبي علماء او مخور دې پر حکومت د اتکاء پر ځاي خپل امنيت ته خپله متوجه شي کنه لوي ناورين به رامنځته او سيمه به ټوله ور سره نا امنه شي.
په پاکستان کې د داعش پراخ حضور د افغانستان او سيمې لپاره ستر ګواښ
- ابو صارم
- Categories: Maqolalar, Xorij al-asr
- Tags: #داعش #مهم #افغانستان #نړۍ
Related Content
Xavorijlar ning vorislari! 1_qism
By
Abo Umar
Iyun 9, 2026
Xavfsizlik hukumati ning aldovi va Pokiston inqerozi!
By
Abo Umar
Iyun 9, 2026
O‘n yil davom etgan urushlardan keyingi munosabatlar ning yangi bosqichi!
By
Abo Umar
Iyun 8, 2026
ISHID; xavorijlarning yana qaytishi! 9_qism
By
Abo Umar
Iyun 8, 2026
Rossiya bilan mudofa‘a sohasidagi kelishuv va Afg‘oniston ning muvozanatli tashqi siyosati
By
Abo Umar
Iyun 7, 2026
Islomiy amir lik ning Rossiya bilan kelishuvi: nega ayrim doiralar xavotirda?
By
Abo Umar
Iyun 7, 2026