اُمید (فردا)دې ټکې ته باید په دقت سره توجه وکړو چې اسلام د سولې، سوکالۍ او خوښۍ معنی لري، اسلام د انسان ژوند سپیڅلی ګڼي، د انساني ژوند د ساتنې په خاطر امنیت، عدالت، آزادۍ او سولیز ژوند ته بلنه ور کوي.هغه مسلمان چې نړۍ ته د سولې د راوستلو اراده ولري، نه د تاوتریخوالي او خشونت په اعمالو لاس پورې کوي او نه هم د تاوتریخوالي او ترهګرۍ په وړاندې مثبت احساس لري.د سولې او سوکالۍ ضد کلمه خشونت او تاوتریخوالی دی، خشونت زموږ په دیني منابعو کې په ظلم او جبر سره افاده شوی دی.د غربي واکمنۍ خشن واکمنان په اسلامي نړۍ کې هېڅکله بې طرفه څارونکي نه دي پاتې شوي، بلکې په خپلو جارحانه کړنو او تاوتریخوالي سره یې د افراطیت او خشونت د ودې او پیاوړتیا په برخه کې سترې پانګونې کړي دي، چې یو له هغو څخه د داعش پروژه ده.داعش هغه پروژه ده، چې امریکا او لویدیځ یې د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره په اسلامي نړۍ خصوصا منځني ختیځ او آسیایي هیوادونو کې تقویه کوي او غواړي د دې افراطي ډلې له لارې په اسلامي نړۍ کې خشونت او تاو تریخوالي خپور کړي.د غربي ترهګرو په لاس د جوړې شوې اجیرې ډلې(داعش )تر ټولو ستره موخه ډارول، د ټولنې بې ثباتي، د سولې او نظم له منځه وړل، د ټولنیز ژوند چارې ګډوډول او د خلکو اندېښمنول دي. دوی هغه وخت خپل ځانونه ډېر بریالي ګڼي چې وکولای شي نور خلک ویروي، د ویجاړۍ کچه لوړه کړي او په دې سره غربي رسنۍ اسلام د بشریت ضد دین او مسلمانان ویره اچونکي او ترهګر معرفي کړي.تاوتریخوالی او خشونت، زور او فشار له فکري او فزیکي پلوه ټول هغه انفرادي او اجتماعي حرکتونه دي، چې انسان ته زیان رسوي، نن چې موږ تاوتریخوالی او خشونت ته ګورو چې د نړۍ په هره سیمه کې په بېلابېلو ډولونو ترسره کېږي، وینو چې د دې خشونت ریښې د غرب په جابره واکمنۍ کې پټې دي او له هغه ځایه تغذیه کیږي او د داعش په څېر د اجرتي قاتلانو له لوري تطبیقیږي او په نني عصر کې د اسلامي ټولنو د بی ثباته کولو په برخه کې خورا اغیزناک نقش لري.
داعش په اسلامي نړۍ کې د تاووتریخوالي د ودې پروژه
- ابو صارم
- Categories: Maqolalar, Xorij al-asr
- Tags: #داعش #مهم #افغانستان #نړۍ
Related Content
Haq va botil to‘qnashuvida omon qolish sinovi!
By
Abo Umar
Mart 28, 2026
Pokiston mintaqada G‘arb manfaatlarining ishonchli ijrochisi
By
Abo Umar
Mart 28, 2026
Harbiy rejim va Isroil bir tanganing ikki tomoni!
By
Abo Umar
Mart 27, 2026
Afg‘oniston fira‘vnlar uchun Nil daryosidir!
By
Abo Umar
Mart 26, 2026
Aslida musulmonlarga dushmanlik qiluvchi armiya!
By
Abo Umar
Mart 25, 2026
G‘arb manfaatlariga sodiq chehra!
By
Abo Umar
Mart 25, 2026