مولوي صاحب په ۱۹۷۴کال د هجرت په دیار شمالي وزیرستان دته خیلو سیمه کې پیدا شوی و چې په پنځو وروڼو کې تر ټولو مشر و .
لومړنی ژوند او تعلیم
ملا سنګین لومړنۍ زدکړې د شمالي وزیرستان همزوڼي کلي کې د مولوي حبیب الرحمن صاحب نه پیل کړې، د لوړو دیني زدکړو لپاره د ستر مجاهد مولوی جلال الدین حقاني صاحب مدرسې منبع العلوم ته لاړ. نوموړی په دې وخت کې زلمی و، د جهاد او وطن سره یې ډیره مینه درلودله، د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال به یې د درسونو د رخصتیو نه په استفاده د شراو فساد د عناصرو په ضد جهاد کې برخه اخيستله.
وړه او لویه دوره یې په مدرسه (جامعة العلوم السلامیه زرګرۍ) کې له شيخ الحديث مولوي عبدالستار جان رحمه الله او شیخ مولوي سیف الله صاحب څخه ولوستله او په ۲۰۰۵ کې یې د فراغت پګړۍ وتړله.
نوموړي د نظامي پوهې او مسلکي توب تر څنګ د ولسي قضایاوو او د هغوی د منازعاتو په حل او فصل کې خاص مهارت درلود .
مولوي سنګین (فاتح) سره له دې چې د جګړې په مورچل کې یو باتور قومندان و خو له ولسي خلکو او خپلو ملګرو سره يې د یوه صمیمي دوست او خواخوږي ورور په حیث چلند درلود.
شهید مولوي سنګین د مجاهدینو په پوځي او اخلاقي تربیه کې ډېر کوښښ کاوه او د نظامي عملیاتو د تر سره کولو په مهال به یې د ولسي خلکو د سر او مال خاصه پاملرنه کوله .
صفات او خويونه يې:
تقوی، دیانت او په نبوي سنتو تمسک یې طبیعي خاصه او له تظاهر او ریاکاري څخه یې کرکه کېدله او د خپلو ملګرو تر څنګ د دښمن عسکرو هم مولوي صاحب ته لوړ احترام درلود
کله چې برګډال د ۲۰۰۹ ميلادي کال د جون په دېرشمه د پکتیکا د يوسف خېلو په ولسوالۍ کې له خپل مرکز نه وتلی و طالبانو ونيو. د نيول کېدو پر مهال ورسره يو M16 ټوپک و ( خو که يې له دغه ټوپک څخه کار اخيستی وای، حتماً به وژل شوی و )
د بریګډال د نيولو او موندلو لپاره، امريکايانو په پکتيا، پکتيکا او د غزني په اندړو او نورو ډيرو ولسواليو کې پراخ عمليات ترسره کړل، همدا رنګه د ده د ساتنې د ځای په اړه يې د معلوماتو پيدا کولو له پاره د جائزې وعده هم وکړه، خو طالبانو دی د امريکايانو له لاس رسي څخه لرې ځای کې ساتلی وو.
د پکتیکا ولایت د چاربران په ولسوالۍ د مولوي سنګين تر قوماندې لاندې مجاهدینو تعرض وکړ او ولسوالۍ یې مکمله فتحه کړه چې لله الحمد تر نن ورځې پورې د اسلامي امارت سپين بیرغ ورباندې رپاند دی .
د منظم پلان له مخې د پکتيکا زیړوک ولسوالۍ په ودانۍ باندې اول د موټر بم برید او وروسته پراخ تعرض هم د مولوي صاحب له طرفه ترتیب شوی وو چې په نتیجه کې يې بې شمېره امریکایانو ژوند د لاسه ورکړ .
د اتل سنګين نور بې شمېره ځپونکي او بريالي عملیات چې د دښمن په وړاندې يې ترسره کړي دي چې دلته یې پدې لنډه لیکنه کې ځایول ناممکن دي.