روسیه: د داعش ترشا مستقیماً د امریکا لاس دی؛ په دې هکله کره اسناد لرو

روسي چارواکو په رسمي توګه پر امریکا تور لګولی چې افغانستان کې  د داعش ډلې په روزنه او پالنه کې مستقیم لاس لري  او غواړي د دغې ډلې په توګه خپل ځان ته په افغانستان کې د دائمي پوځي حضور پلمې ولټوي.

په هغه غونډه کې چې د ایران پلازمینه تهران کې د سیمې د هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په ګډون سره جوړه شوې وه، پر مهال یې د روسیې د ملي امنیت سلاکار “نیکولای پتروشیف” وویل، په دې اړه کره اسناد او شواهد موجود دي چې امریکا افغانستان ته د داعش جنګیالیو په لېږدولو کې لاس لري او هڅه کوي ترڅو په دې توګه سیمه نا امنه او خپل ځان ته پښې ایښوودلو ځای برابر کړي.

نوموړي ویلي، دوی اټکل کوي چې اوسمهال په افغانستان کې له ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې داعش جنګیالي موجود دي چې امریکایان یې د هوا او ځمکې له لارې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار دغه راز پر امریکا دا نیوکه هم وکړه چې ګواکې د دوی د پوځي عملیاتو پر مهال  په بیسارې توګه ملکي وګړي وژل کیږي او لا هم دا لړۍ په خورا خوځښت سره روانه ده.
هغه وویل: « امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو هیڅ روښانه پلان نه لري او داسې ښکاري چې امریکايي مشران د ځواکونو په ساتلو او ایستلو یو تر بله اختلاف لري.»

د یادونې وړ ده چې په تهران کې د سیمه ییز امنیت په تړاو د دویم کنفرانس غونډه لا هم روانه ده، په دغه غونډه کې د روسیې، چین، هند، افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ونډه اخیستې او د سیمې پر امنیت خبرې کوي

leave a reply