عراق د داعشي پلرونو ۱۸۸ ماشومان ترکیې ته وسپارل

Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2019-05-29 10:00:13Z | | ÿ1>@ÿ0=?ÿ.;=ÿ$"zˆ;

د عراق د سترې محکمې ویاند، قاضی عبدالستار بیرقدار، ویلي چې بغداد نن چارشنبه تر ۱۸۸ زیات هغه ترکي ماشومان چې والدین یې د داعش ډلې غړي وو انقرې ته وسپارل.

د عربي ۲۱ ټلوېزون د خبر له مخې، ترکي رسنیو د دې ماشومانو سپارل کېدل تایید کړي، او په عراق کې یې د انقرې د سفیر، فاتح یلدز، له خولې لیکلي چې دوی په خپل ټول توان هڅه کوله چې د اختر تر رارسېدو وړاندې له عراقي زندانونو دا ماشومان راخلاص او ترکیې ته بېرته راستانه کړي.

اټکل کیږي چې نږدې ۶۰۰ ترکي وګړي په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د واک پر مهال له دې ډلې سره یوځای شوي دي.

leave a reply