طاهر احراريقتلون اهل الاسلام ويدعون اهل الاوثان. (الحديث)نن به تاسې د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د وينا حقيقت او حقانيت پخپلو سترګو ووينئ.!د حدیث شریف ژباړه:هغه مُبارک فرمايي: چې ﺯما په اُمت کې به يوه ډله څرګنده شي، واک او اختيار به يې د ځوانانو سره وي، دوى به د عقل په لحاظ کمعقل وي، په خبرو کې به د نبي کريم (ص) احاديث وړاندې کوي، د قرانکريم تلاوت به کوي خو قرانکريم به د دوى ﺯړونو ته نه ښکته کيږي، د مسلمانانو سره به جنګ کوي او کفار به پرېږدي، نو تاسې له هغوى سره جګړه وکړئ، که بيا راپيدا شول، بيا ورسره وجنګېږئ، که بيا راپيدا شول بيا ورسره وجنګېږئ، که بيا راپيدا شول بيا ورسره وجنګېږئ.د پاکستان د کوېټې په ښار کې د جمعيت علماء په نوم د يو تنظيم پر خلکو د بريد مسٶليت داعش ومانه. جمعيت علماء په پاکستان کې د لسګونو ﺯره علماوو او مسلمانانو تنظيم دی، د معلوماتو له مخې 32000 ديني مدارس، تبليغي مراکز، خانقاوې په فکري ډول له جمعيت علماء سره وصل دي، اکثره مشهور مشايخ، مفتيان، مهتميمين د همدغه تنظيم غړیتوب لري، دغه تنظيم د ديني ادارو د تحفظ لپاره کار کوي، موږ د دې تنظیم مشر ته برأت نه ورکوو، هغه به په سياسي لحاظ نيمګړتياوې لري، خو په مسلمانانو داسې بريدونه چې عامه وژنه يې کيږي ناجائز او حرام دي.داعش د مسلمانانو وينې بهوي او کفار مزې کوي، بيا په ټوله نړۍ کې ځانونه د خلافت دعویداران بولي.همدغه علامه يې نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) په پورتني حديث مُبارک کې ﺫکر کړې.مخکې نبي کريم (ص) فرمايي: بهترين غاﺯيان هغه دي چې دوى ووژني، بهترين شهيدان هغه دي چې د دوى په لاس شهيدان شي.د ټولو هغه شهیدانو شهادت د مُبارک وي چې د دوى په لاس په شهادت رسېدلي وي.
مسلمان وژونکي داعش
- ابو صارم
- Categories: Maqolalar, Xorij al-asr
- Tags: #داعش #مهم #افغانستان #نړۍ
Related Content
Qurbon hayiti; ilohiy taqvo taslimiyat va fidoyilik maktabi!
By
Abo Umar
May 29, 2026
Ibrohimiy millatning o‘zligi va qurbonlik falsafasi!
By
Abo Umar
May 29, 2026
Generalar harbiy rejim nomidan Kobul qarshisida tiz cho‘kdilar!
By
Abo Umar
May 27, 2026
Pokiston harbiy rejimining tarix davomida haqiqati! 10_qism
By
Abo Umar
May 25, 2026
Yahudiylar kimlar dir? 13_qism
By
Abo Umar
May 24, 2026
Pokiston harbiy rejimining tarix davomida haqiqati!9_qism
By
Abo Umar
May 21, 2026