نړیوال دې کړو هوکړو ته ژمن پاتې شي

#image_title

قلب الاسد الأفغاني

دا خبر له لمر څخه زیاته څرګنده ده چې کفري قوتونه په افغانستان کې له صفر سره ضرب او د اسلامي لښکر قوتونو ماتې ورکړه؛ مګر بیا هم دوی ځان ته د خټې پوزې د جوړولو په پار مذاکرات وکړل او خپل ځان یې داسې وښوده ګواکې دوی تیښته نه؛ بلکې د سولې له لارې وتلي.

په مذاکراتو کې یې بیلابیلې متقابلې هوکړې وکړې او په ډیر کم وخت کې یې خپل عسکر له افغانستان څخه وایستل.

اسلامي امارت په خپلو هوکړو ژمن پاتې شو؛ مګر د نړیوالو بالخصوص د امریکا له لوري شوې هوکړه او په خپلو شویو وعدو کې سست ښکاري.

په دې وروستیو کې د اسلامي امارت مخالفین په بهرنیو هیوادونو کې د اسلامي امارت خلاف ناستې کوي او نړیوال هم ور ته د ځای برابرولو تر څنګ لاسونه خوځوي.

 

خو مونږ له نړیوالو پوښتنه کوو:

که رښتیا هم اسلامي امارت تروریست وي؛ بیا مو ولې له تروریستانو سره هوکړه وکړه او له جګړې مو کار وانخسته؟

 

دویم: که چیرته امارت رښتیا هم تروریست وي؛ نو ولې مو په ډاګه اعلان وکړ چې مونږ ځکه له افغانستانه خارج شوو چې هلته نورې ترورستي ډلې ختمې شوې دي؟

نو دا چې نه امارت تروریست ده، نه د مافیايي ډلو سره کومک کوي او نه یې هم ستاسو سره په کړو ژمنو کې کومه کمې کړې؛ بیا ولې تاسو په خپلو هیوادونو کې د دې نظام او حکومت خلاف ډلو او رژیمونو ته اجازه ور کوﺉ او تاسو په سپینو سترګو ور ته ناست یاست.

 

هوکې! که یادې ډلې له دې کارونو را ونه ګرځول شي نو د شویو تړونونو د ماتیدلو پړه به ستاسو په غاړه وي.

leave a reply