حسان مجاهد
دشپې لمونځ چې په( صلاة التهجد) ياديږي يو بهتره عبادت ده خو متأسفانه چې نن په مسلمانانو کې هير شوی ده.
الله ﷻ هغه خلګ ستايلي دي چې د شپې مهال کم خوب کوي، له خپلو بسترو څخه ولاړيږي، دالله ﷻ په حضور کې په عبادت مشغول وي او دخپل رب څخه په حالت د اميد او ويرې کې دعا غواړي:(تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ المَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا) (كَانُوا قَلِيلاً مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ).
رسول الله ﷺ وايي: له فرض لمانځه وروسته بهتره لمونځ؛ دشپې لمونځ ده.(صحیح مسلم) إبن رجب حنبلي رح ویلي: دا له درو وجو: لومړی دا چې دشپې لمونځ په تنهايي او پټ حالت کې کيږي؛ نو اخلاص په کې ډير وي. دوهم داچې دشپې لمونځ په نفس ډير دروند تماميږي. دریم دا چې په دې لمانځه کې سوچ او خشوع ښه برابره وي.
دشپې دلمانځه په اړه ديو شمېر اسلافو حالات او اقوال
_ حسن بصري رح ته يو چا وویل: د شپې لمونځ کونکي ولي ښايسته مخي وي؟ ده ورته کړه «دوي له الله ﷻ سره ځانونه تنها کړي وي؛ ځکه نوالله ﷻ دوي په خپل نور سره ښايسته کړي»
_ امام ابو حنیفه رح څلويښت کاله دماخستن په اوداسه دسهار لمونځ ادا کړ. دې ته ورته اقوال دسعيد ابن مسيب رح په شمول دنورو اسلافو په شان کې هم راغلي دي.
_ ابراهيم بن ادهم ته يو چا وویل: دشپې دلمانځه نسخه راوښيه! ده ورته کړه: په ورځ کې د الله ﷻ نافرماني (ګناه) مکوه؛ ځکه دشپې مهال دالله ﷻ په حضور کې دريدل يو ستر شرف دی او دغه شرف دګنهګار نه شي په برخه کيدای.
_ ابي عثمان نهدي وايي: زه د أبو هريره رض اوه ورځې میلمه شوم؛ ما دوي وليدل چې ده، ميرمنې او خادم يې شپه درې برخې کړې وه چې په هره برخه کې به له دوي څخه يوه عبادت کاوه. صحيح بخاري.
_ عبد الواحد بن يزيد رح به شپې مهال دکورنۍ په غړو غږ وکړ«له خوب څخه پورته شئ لمانځه ته، دنيا دخوب کور نه ده؛ ژر ده چې دقبر چينجي به مو وخوري»
_ حسن بن صالح، دده مور او دده ورور درې واړو شپه درې برخې کړې وه، چې په هره برخه کې به يو له دوی څخه په عبادت اخته و. کله چې يې مور وفات شوه؛ شپه يې دوې برخي کړه. کله چې د حسن ورور هم وفات شو؛ نو ده به يوازې ټوله شپه عبادت کول.
__محمد بن يوسف وايي: په موږ ځوانانو به شپې مهال سفيان ثوري رح غږ وکړ « ځوانانو! پورته شئ لمانځه ته، هميشه خو به ځوانان نه یاست»
قدرمنو لوستونکو! دفتنو په دې زمانه کې خو هسې هم دګناهونو له امله له الله ﷻ څخه پردي شوي یو؛ ځکه نو موږ ته په کار ده چې ددې سپيڅلي عبادت (د شپې لمونځ) په ذريعه بیرته الله ﷻ ته ځانونه نږدې کړو.
بله دا چې دشپې له لمانځه سره طبعا ځان عادت کول په لومړيو کې ګران کار ده؛ خو دا چې اوس مهال شپې اوږدې دي، خوب په کې پوره وي؛ ځکه نو موږ باید دغه اوږدې شپې غنیمت وګڼو او له عبادت سره علاقه خپله کړو.
سفيان ثوري رح ویلي: بعضي خلګ له ماخستن وروسته سمدستي ويده وي آن تر سهاره پورې؛ په دغه خلګو کې څه ګناه نشته. بعضي خلګ له ماخستن وروسته په ګناه اخته وي. بعضي خلګ له ماخستن وروسته شپه د الله ﷻ په عبادت تيره کړي؛ دغه رب ته نږدې او غوره کسان دي.
په اوسني وخت کې که فکر وکړو؛ نو ډير خلګ شپه په ګناه تيره وي مثلاً په بې ګټې مجلسونو، قمار، لهو لعب، غلطو فلمونو او موسیقي باندې اخته وي؛ نو موږ ته په کار ده چې لومړی خپل ځانونه بيا خپل وروڼه/ملګري دې ته سوق کړو چې دشپې عبادت وکړو او ځانونه له ګناهونو څخه وژغور.