د شهيد حـافـظ خالد( عـبـدالـرحـمـن )  تقبله الله  پـه اړه څو پـه زړه پـورې خــاطــرې او تـأثـرات

جواد ذبيح الله

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله رب  العالمين  والصلوة والسلام علی قائدالشهداء والمجاهدين  وعلی آله وصحبه

اجمعين . وبعد : –

استشهاد د زړونو د اړوونکي الله له لوري یو الهام  دی ، په دې عزیز الهام د سترو لورینو څښتن سپېڅلي  زړونه نازوي نه د ناولو مزو په رنځ رنځور زړونه .
دا عزیزالهام ( اشدحباً لله) پنزوي او د ( وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يشْری نَفْسَهُ ابْتِغاءَ مَرْضاتِ اللَّه‏) تر لوړو یې هسکوي .

دې سپېڅلي راز ته دلږې متاع مينان نه رسېږي.

د جهادي ادب نوموتی ستوری ذاکر په دې راز څه ښه ځلېدلی :

* عجب راز دی داعجب کیف دی دا *

* څه پوهېږي پرې داويده دنیا *

استشهاد مينه ده!

استشهاد وفا ده !

د ژوند له موخوسره!

د فطرت له ژمنې سره !

استشهاد ژوند دی!

استشهاد فطرت دی!

استشهاد عدالت دی!

استشهاد دمستضعفانو درب له لوري  له لويي غوښتونکو تېريګرو او غدارانو سره د مستضعفانو د حساب ستره وسيله ده  .

خو په سم نيت او د سپېڅلي اسلامي شريعت په کرښو کې دننه ، د نيت کوږوالی او له شرعي بريدونو تېری د استشهاد په شمول ګرد نېک عملونه بې ګټې اوعبث کوي په دې اړه تنظيمونکي، حکم ورکونکي او د استشهادپه عزيزه القاء نازول شوي دروند مسؤليت لري.

داستشهاد انګېزه د کومو ځانګړو رواني عملیاتو پایله نه ده ، نه د مینځل شویو دماغو،

نه د نشه راوستونکو درملو، نه له بېوزلۍ څخه د تېښتې او نه له ژوندسره د نه مينې.

د استشهاد د انګېزې په اړه یاده نغاره  د پرمختللي جاهلیت د ابوجهل په بېمار مکر د نضر بن حارث د ښويدلو او کږو شوو همفکرانو له لوري غږول کېږي.

دوی  په دې شیطاني پوکيو غواړي د ظلم د تورې تروږمۍ  د شړلو لپاره  د استشهاد تېز ځلېدونکی نور ووژني خو کله به يې هم دا شومه او کرغېړنه  هيله تر مراده ونه رسېږي  .

د الله ژمنه رښتونې ده :

(وَ لَوْ کَرِهَ الْکافِرُونَ)

انتظار مو نه اوږدوم راځم خپلې کيسې تـه :

حافظ  خالد (عبدالرحمن) تقبله الله د استشهاد په پوړيو له لوړېدا د ( بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ) ، د ( فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ) او  د

وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ )  ګران بها اعزازونه خپل کړل. نحسبه کذالک والله حسيبه .

دوستان يې  په دې سترو اعزازونو وياړمن خو بېلتون يې فطراً  سخت ودردول.

تا به ويل يو وړوکی محشر ده

د غم شپېلۍ وغږېده، دزړونوستني ولړزېدې،د سرور اسمانونه راپرېوتل،

دسکون غرونه ذره ذره  ، د وصل نړۍ ورانه شوه !

آه!

راځئ، د بېلتون له تاړاکه ، د تسل په لټه ، د يادونومغمومې نړۍ ته پناه يوسو

د رب په مينه د ستي شویو تنکيواتلانو د ياد نړۍ ته

د خاطرو دفتر ټک ټک کوم

د خاطرو کتاب پرانيزم

پاڼې اړوم

په هره پاڼه د يوه ستي شوي تنکي اتل ښکلې خاطرې انځور دي

لا تراوسه ترې سرې ويني څاڅي

آه ذوالجلاله!

لا له هسکه د حورو مينييزي ولولې دي

لا د الله اکبرنعرې

لا په موسکا موسکا سرو لمبو ته دانګل

لا په سينه کې د سرو مرميو خښېدل

لا په سرو لمبوکې د غږ  ورکېدل

لا وړې وړې سلګۍ

لا عليين ته پورته کېدل

لا عليين ته پورته کېدل

په هره خاطره مې چې د زړه سترګي خښېږي زړه مې ژړوي او سخت ودردېږم

داده !  دحافظ خالد(عبدالرحمن) په خاطرو ښکلې شوې پاڼه لاسته راغله

دايوه رښتونې کیسه ده :

د مخابروي ارتباط مسؤل انډيوال راته وويل د شیخ صاحب  زوی راځي

زه متردد شوم ما ورته وویل د کوم شیخ صاحب ؟

راته یې وویل د امیرالمؤمنین   ( حفظه الله )!

د کم سارې زیاتې خوښۍ احساس مې وکړ، په رښتیاسره یولوی دخوښۍ زېری ؤ.

د محبوب امير د محبوب فرزند د راتګ زېری

بیا مې غلي ترې وپوښتل درته معلومه نه شوه د څه لپاره راځي ؟

ځواب یې راکړ د استشهاد لپاره

بيا مې ترې وپوښتل  او ياد ځواب یې راکړ

د ځواب له اورېدو سره په ژور چورت کې لاړم له ځان سره مې غلې زمزمه کړه دامیرالمؤمنين  ( حفظه الله ) زوی استشهادته راځي!

سمدستي یاد ته راغله چې :

د اميرالمؤمنین حفظه الله یو د سترګو تور خو لا له وړاندې په هغه بل استشهادي کنډک کې عملیاتوته انتظار ؤ.

بیامې ترې وپوښتل دایې هماغه د سترګو تور دی؟

راته یې  وویل هو دا هماغه دی.

له دې ځواب سره نور هم په چورت کې ژور لاړم او ګڼې پوښتنې ذهن ته راغلې

هلته خوبه خپه شوی نه وي؟

اميرالمؤمنين ( حفظه الله) به ورسره موافق وي ؟

زه به دومره زړه وکړم چې عملیات ورته برابرکړم ؟

د راتګ پرمهال له کومې امنيتي ستونزې سره مخ نه شي؟

دلته به يې راز او امنيت څنګه وساتو؟

وخت تېرونه به ورسره څنګه وي؟

تکلفي ، تشريفاتي اوکه ساده ؟

هسې نه چې رانه خپه شي ؟

په دغو ورځوکې په لوړه سویه د يوې دوه مياشتنۍ شرعي ، امنيتي  او عسکري دورې لپاره په معسکرکي تياری نيول شوی ؤ،  زړه مې ښه کړ له یادو پوښتنوڅخه تېرشوم  له ځان سره مې پرېکړه وکړه ښه به دا وي چې راشي، په دوره کې به هم برخه واخلي ښه روزنه به يې هم وشي.

نورې چارې دالله په لاس دي  چې څنګه یې خوښه وي هماغسې به کېږي که دلته وي اوکه بل ځای .

د څو ورځو له تېرېدو  وروسته یوه ورځ د مخابروي ارتباط مسؤل راته وويل ان شاءالله نن د اميرالمؤمنين ( حفظ الله) دسترګو تور  رارسېږي.

ماورته وويل څه وخت؟

راته یې وويل  ان شاءالله تر مازديګره پورې به راورسېږي.

سخت انتظار وم ، په زړه کې مې يو ډول د خوښۍ ولوله وه ، سترزېری راباندې شوی  ؤ.

نيږدې مازديګر مهال ؤ،حافظ خالد (عبدالرحمن)  راورسېد.

له تود روغبړ وروسته مې د خپل ځای په لور اشاره ورته وکړه ما ورته وويل مهرباني وکړه هغلته برې خواته کښېنه.

په ډېر ادب يې ځواب راکړ يا زه هغلته نه کښېنم ته په خپل ځای کښېنه زه دلته ښکته کښېنم.

ډېر ورته کلک شوم خو برې خواته زما پر ځای کښې نه ناست  دواړه کښېناستو  زه برې خواته په خپل ځای او دی ښکته.

د يو بل د حال احوال له پوښتنې څخه وروسته  مو خبرې سره پيل کړې ، ما له ځان سره داسې پتيلې وه چې زه به د موضوع په اړه په خبرو کې وړاندې والی نه کوم، دی به پرېږدم چې په خپله راته وغږېږي.

خو د طالب سودا وي د ده  له لنډوخبرو وروسته مې صبر ونه شوترې ومې پوښتل چې اميرالمؤمنين (حفظه الله)څنګه دی له حال احوال څخه يې خبرېږې ؟  زه پوهېږم چې ته دهغه فرزند یې !

له دې خبرې سره دی په حيرت کې لاړ ويې ويل : ما خو هغه معرفي کوونکي کس   ته ويلي ؤ چې ما به نه ورپېژنې.

ماترې وپوښتل  ولې ؟

راته يې وویل  ما په هغه بل استشهادي کنډک کې عملياتو ته زيات انتظار کړی دی، ډېر مې خوښ ؤ، ملګري ټول شناخته ؤ، ډېرسره ګران ؤ، جدايي يې زيات زور درلود، ډېر يې وځورولم خو زه د شهرت له لاسه اړ شوم دلته راغلم،هلته به له ماسره ملګروډېر تکلف کاوو، ما ويل الله مه کړه هسې نه چې نيت مې خراب شي څومره چې پټ يم او عادي چلند راسره وشي دا به مې د آخرت په ګټه وي.

د نوموړي له دې ځواب سره په اتومات ډول زما دا پوښتني ځواب شوې

چې دی ولې دلته راغلی ؟

او وخت تېرول به ورسره ګران وي که آسان ؟

ما ورته وویل بېغمه شه ستا امنيت ماته او هغه چاته چې رامعرفي کړی يې ډيرمهم دی، بلکې یوه ننګونه ده که ته يې نه وای رامعرفي کړی او ما نه وای پېژندلی نو کیدای شوه چې ستا امنيت ته لازم پام نه وای شوی اوالله مکړه دکومې امنيتي ستونزې دپېښېدو په صورت کې به بيا موږ ته لوی مسؤليت متوجه شوی وای.

ټول مسلمانان او خصوصاً مجاهدين به له زيات خپګان سره مخامخ شوي ؤ ، دښمن ډېر مکار دی ، موږ او تاسو بايد همېشه بيدار واوسو.

له دې استدلال سره نوموړی  آرام او ډادمن  شو او راته یې وويل نورملګري خو راباندې پوه نه کړئ ، له شهرت نه ډېر تنګ راغلی يم .

ما ورته  وويل ان شاءالله څوک به نه خبرېږي.

(( الله دې بښنه وکړي د ژمنې په خلاف مې نوموړی خپلو دريو ذمه وارو ملګرو ته  د امنيتي ملحوظاتو له امله پټ ور وپېژانده ، ټينګار مې پرې وکړ چې امنيت ته به یې ځانګړی پام کوئ او پخه ژمنه مې ترې واخيسته  چې نه به بل څوک پرې خبروئ اونه به په خپله ځان پرې پوه کوئ چی  مونږ تاپېژنو. ))

بيا مي ترې وپوښتل عمر دې څومره دی ، سبقان دې ويلي دي  ؟

راته يې وويل :

عمر مې نيږدې  يويشت (۲۱)  کاله دی  او الحمدلله قرآن مجيد مې په ډير کوچينوالي کې حفظ  کړی د (۹) کلونو وم چې قران مجيد مې حفظ کړ او کله چې زما دستاربندۍ مراسم ؤ زه دومره کوچنی وم چې يو قريب مې په غيږ کې اخيستی وم  ، نور ټول حافظان لويان ؤ يو زه پکې کوچنی وم . او تر پنځمې درجې پورې مې ديني کتابونه  هم  ويلي دي.

ترې ومې پوښتل : ولې د استشهاد فکر درسره پیدا شوی ؟

راته یې وویل : زما له کوچنيوالي څخه  چې په ښه او بد پوه شوی یم له شهادت سره سخته مينه پيدا شوې، ما به چې دا اورېدل چې کفارو د رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) توهين وکړ، د قرآن مجيد توهين یې وکړ، په ګوانتنامو، ابوغريب ، باګرام ، څرخي پله او د کندهار په  زندان او نورو زندانونو کې له بنديانو سره ناوړه چلند کوي ، زموږ مسلمانې خويندې یې بندیانې کړې دي ،په بمبار او چاپو کې ښځې او ماشومان قتلوي ، نو د مسلمانانو په دې بد حالت به ډېرسخت ځوریدلم او د انتقام لمبې به مې په زړه کې بلېدلې، يو ناڅاپه مې په زړه کې الله جل جلاله  دا خبره را القاء کړه او دا فکر راسره پیدا شو چې نور خو مې توان نشته دا يو سر الله راکړی   دا سر دالله په لار کې قربانوم او د خپل ځان په قربانۍ به زه له دې کافرانو او د دوۍ له منافقو ملګرو څخه انتقام اخلم .

زياته يې کړه : زما ډېره غوسه دې منافقانو ته راځي کفارخو هسې هم زموږ دښمنان دي ،دوی ته ګوره شرم هم نه ورته درېږي ، غيرت هم نه لري،  کفارو ته هر ځای مخکې مخکې دوی روان وي.

بیا يې راته وويل : زماعمليات به څنګه شي سپينه خبره  راته وکړه! زه خو په دې تمه راغلی يم چې ته به ماته ان شاءالله عمليات برابر کړې ، الله  د وکړي ، چې ته زما لحاظ ونکړې او عمليات راته برابر کړې.  شهادت زما ډېرلوی ارمان دی.

دغه مهال يو بل ډول کيفيت پرې راغی، داسې کيفيت لکه څوک چې د خپل يو محبوب فراق ډېر دردولی وي  او يو چاته يې يادونه او د وصال تلوسه په ډېره غمجنه او ارماني توګه بيانوي.

ماورته وویل د عملیاتو برابرونکی الله ده، الله مهربانه ده، الله به دې ارمان پوره کړي ، زه به که الله ته خوښه وه د خپلې بندګۍ تر وسه خپل کوښښ درته کوم ، دواړه به الله جلا جلاله ته ډېرې زارۍ کوو ، الله ته له زاريو پرته د مقبول شهادت  لوی مقامونه    نه ترلاسه کېږي .

بيا مې ترې وپوښتل : ښه  شیخ صاحب (حفظه الله)او والده شريفه دې درسره موافقه ده ؟

راته يې وویل :

هو! الحمدلله ، کله چې له ماسره د استشهاد فکر پيدا شو او اراده مې پخه شوه ، تر دريو مياشتو پورې به ماته بې اختياره له دې کبله ژړا راتله چې څنګه به زما دغه آرمان پوره شي او څنګه به د فدايي عملياتو زمينه راته برابره شي ، کتاب ته به هم چې ناست وم چې فدايي عمليات به راياد شول ژړل به مې ، حتی فرض لمانځه کې به هم چې فدايي عمليات راته ياد شول غير اختياري به مې ژړل . په پيل کې به زه والدې شريفې ډير دلاسا کولم ، ماته به يې ويل چې ته اوس سبقان وايه له جهاد او فدايي عملياتو څخه د څوک نه رامنع کوي ، خو زما زړه به صبر نکاوه او ډير به مې ژړل ، اخر د والدې شريفې رحم راباندې راغی او زړه يې راباندې ډير وسوځيده يوه ورځ يې په تندي ښکل کړم او راته يې وويل : زما درته اجازه ده ته چې د الله تعالی په دين باندې دومره مين يې چې سهار او ماښام ژاړې موږ به ولې اجازه نه درکوم .

شيخ صاحب حفظه الله هم چې خبر شو ، منع يې نکوله او  وروسته يې اجازه راکړه .

وروستی ملاقات مې چې  ورسره وشو نو هغه وخت زماپه کور کې شپې ډېرې وتلې وې ما غوښتل زه له ملاقات نه وروسته د فدایانو مرکز ته لاړ شم خوده یو دوه شپې نور هم له ځان سره معطل کړم او په آخر کې  يې ډېرې پیسې هم راکړې .

ما ورته وویل څومره ؟

راته يې وویل څلور زره د نوموړي له دې ځواب سره ما سخت ټکان وخوړ ،  ووېرېدم ما ویل  د اميرالمؤمنين (حفظه الله) مسکینانه زنده ګۍ ته وګوره! په خپل فرزند ښه پوهېږي چې  څو مياشتې به کور ته نه راځي او د فدايانو تر مرکز پورې  اوږد سفر هم په مخ کې لري   خو بیا هم دومره کمه خرچه !؟

لوی  الله جل جلاله  دې مونږ هم دخپل رهبر په نقش قدم روان کړي. (آمين)

بيا مې ترې وپوښتل : چې تا نظامي تربيت کړی ؟

راته یې وویل : هو !

ما ترې وپوښتل کوم شیان دې ویلي ؟

ويل یې اسلحه ، تکتيکونه ، مختصر امنيتي درسونه ، متفجرات او يو څه شرعي درسونه .

د نوموړي لدې ځواب سره  زه لږ په تشويش کی شوم فکرمې وکړ چې کېدای شي دوهم ځل نظامي تربيت ته زړه ښه نه کړي ځکه په نظامي تربيت کې بدني تربیت لکه ورزش ، بېلابېل حرکات او وضعیتونه ( پوزېشنونه ) ډېرسخت وي  او طبعاً په يو چا بار بار نظامي تربيت يو ډول  سخت تمامېږي اګر که په خوله انکار نه کوي ، اطاعت کوي .

بيا مې له ځان سره پريکړه وکړه چې راځه ورته ووایه  که تیار شو نو نوموړي ته به ډېره ګټه وکړي .

بیا مې ترې وپوښتل ته دوهم ځل تربيت ته اماده یې؟ او کېدای شي زموږ تربیت د هغه تربيت په پرتله چې تا مخکې کړی يو څه سخت وي او پابندي هم پکې زياته وي ، امتحان هم پکې شته.

په ډېره خوښۍ يې راته وویل : هو اماده یم  عبث وخت تېرول مې نه خوښېږي، استشهاد که هرڅومره زما ارمان دی بيا هم دمرګ او ژوند پته نه لګېږي ، د انتظارپه موده کې زه بايد ډېردرسونه ووايم او ډېرشيان زده کړم.

الله دې نه کوي که ماته عمليات په نصيب نه شول نو دا به بيا ډېره ګټه راته وکړي، خو الله دې ماته ژر مقبول عمليات راپه نصیب کړي چې په دې کافرانو اومنافقانو باندې خپل زړه يخ کړم ، درسول علیه السلام اوقرآن مجيد انتقام ترې واخلم .

زه د نوموړی پدې خبره چې دوهم ځل تربيت ته يې په خپله خوښه غاړه  کېښوده زيات خوښ شوم، لاس مې په اوږه ورته کېښود اوپه شا مې  وټپاؤ ماورته ويل تکړه شه زمریه په درسونوکې ښه کوشش وکه  ډېرشيان زده کړه.

بیا مې ترې وپوښتل چې ته  په  والدینو ډېرګران یې اوکه ستا نور وروڼه؟

دی مسکی شو ویل یې ټول ډېر پرې ګران يو ، خوداسې راته معلومېږي چې له ټولوڅخه زيات زه پرې ګران يم  اوپه والدې مبارکې خو بېخي زيات ګران يم.

بيامي ترې وپوښتل : داميرالمؤمنين( حفظه الله)طبيعت څنګه دی؟نرم مزاجه دی که غوسه ناک؟

راته یې وویل چې :  شیخ صاحب ډېرنرم اوحليم شخص دی.

بیا مې ترې وپوښتل : داميرالمؤمنين ( حفظه الله) له وروڼو او ورېرونو سره چلند څنګه دی ؟

راته يې وویل : چې دشیخ صاحب دکور اتفاق ډېر خوښېږي له موږ څخه هم په وروڼو، ورېرونو او نور کور باندې زيات پام کوي ، زيات شفقت ورسره کوي او ډېر يې نازوي .

بیامې ترې وپوښتل : امیرالمؤمنین (حفظه الله) په څه شي زیات خوشالېږي ؟

راته یې وویل چې : په کومه ورځ دشیخ صاحب دمیلمنوښه قدر وشي په هغه ورځ شیخ صاحب ډېر زيات خوشحال وي.

بيا مې ترې وپوښتل : امیرالمؤمنین (حفظه الله) په حجره کې  له ميلمنوسره ډېرکېني که لږ؟

راته یې وويل چې : شیخ صاحب د ميلمنو ډېر زيات لحاظ کوي په روژه  کې یوه شپه زموږ کورته مېلمانه راغلي ؤ، شیخ صاحب  د ورځي طالبانو ته د قرآنکریم  ترجمه هم کړې وه او په یو بل کار پسې هم تللی ؤ، ډېرستړی اوستومانه ؤ او سبا يې هم طالبانو ته ترجمه په مخکې وه؛ خوبیاهم له مېلمنوسره تر پېشلمي پورې ناست ؤ او د سهار تر لمانځه پورې یې خوب ونه کړ او له لمانځه وروسته هم بيده نه شو،په  مطالعه بوخت شو  او بيا مسجد ته ترجمې ته لاړ.

بیا مې ترې وپوښتل : د امیرالمؤمنین (حفظه الله) څه ډول خوراک او لباس خوښېږي؟

راته يې وویل : په خوراک کې ځانګړی فرمايش نه ورکوي څه چې تیار وي په هغه قناعت کوي او ما تر اوسه نده ليدلي چې جامې یې په خپله  خپل ځان ته خوښې کړې وي ،اخستي یې  وي اوګنډلې یې وي.

عام متعلقين کله کله جامې ورته راګنډي ، دی يې اغوندي څه نه پکې وايي  او شیوخ خو عموماً سپين رنګ خوښوي.

بيا مې ترې وپوښتل : امیرالمؤمنین حفظه الله اوس هم زیاته مطالعه کوي ؟

راته يې وويل : شيخ صاحب فارغ وخت بلکل نه تېروي چې کتل به دې يابه په درس مصروف ؤ ياپه ملاقاتونو ، يا د کتاب په مطالعه او ياپه عبادت؛خو له مطالعې سره يې بېخي زيات شوق دی ډ‌ېره زیاته مطالعه کوي ،سړی یې د مطالعې حوصلې ته بېخي حيران شي.

ما ورته وويل : الله دې مونږ ټولوته توفیق راکړي چې وخت فضول تېر نه کړو او الله مودې دکتاب له مطالعې سره شوق پيدا کړي له مونږ خو اوس هرڅه پاته  شوي دي ؛ نن سبا خو مبايلونو خلک داسې مصروف کړي دي چې کتاب او مطالعه يې بېخي په یاد هم نه ده  .

له دې وروسته مې د استشهاد د ارادې په اړه د فدايانو حساسيت ته په کتو؛ چې په داسې يوه غوښتنه ډېر خپه کېږي چې د استشهادي عملياتو په مخ کې یې خنډ ګرځي  په ډېر احتياط او عاجزانه لهجه ترې وغوښتل :

يوه مشوره درکوم خپه کېږي به نه  ؟

راته ويل يې : سمه ده نه خپه کېږم  يوه نه ډېرې مشورې راکړه  انسان ډېرکمزوری وي.

بيا مې ورته وويل : وعده ده نه  خپه کېږې ؟ لاس راکړه  ويل يې: هو نه خپه کېږم لاس يې راکړ.

ورته ومې ويل :

که ته خپل پاته سبقونه سرته ورسوې او خدمت وکړې ښه به نه وي ؟ ځکه ته داميرالمؤمنين (حفظه الله) فرزند یې، د مسلمانانو اجتماع درباندې راځي، خليفه صاحب محترم او مولوي یعقوب صاحب محترم ته وګوره الله جل جلاله د اسلام لپاره څومره لوی خدمتونه ترې اخلي ، دواړه د لويو مشرانو فرزندان دي، ته هم سبقونه پوره کړه او خدمت وکړه، الله جل جلاله ډېر مهربان دی له شهادت څخه به دې نه محروموي، یو وخت به شهادت هم درپه برخه کړي، د شهادت قبولیت په نیت پورې اړه لري ؛ خو د شهادت لوړي مرتبې په زیاتو نېکو اعمالو لاسته راځي.

د اسلام زمري شهيد اميرالمؤمنين ( تقبله الله)  ته الله جل جلاله وروسته له زياتو خدمتونو څخه څومره لویه برخه ورکړه اوپه څومره ښکلي شهادت یې ونازاوو، مبارک بدن يې د کافرانو په اور لولپه او ذره ذره شوو ؛ دقيامت په ورځ به د الله جل جلاله په وړاندې ان شاءالله فدایانوته کم نه راځي او د دوی په څېر به الله جل جلاله ته د بارودو په لمبوسوی ټوټه ټوټه بدن وړاندي کوي.

د استشهاد سالار شهيد حافظ بدرالدين ( تقبله الله ) ته وګوره فدايانوته  د ډېرو عملياتو له برابرولو څخه وروسته الله جل جلاله څومره ښکلی شهادت ورپه برخه کړ ؛ څومره ښکلې ځواني يې وه؛ بدن يې ذره ذره شوو.

يوه ورځ  خليفه صاحب محترم راته ويل : د حافظ صاحب نور ټول بدن ذره ذره شوی وو  يوازې سينه يې روغه پاتې وه او سينه يې کېدای شي له دې وجهې روغه پاته وه چې په سينه کې يې قرآن کریم محفوظ ؤ.  بیايې وویل : په دې خوښ يم چي دقيامت په ورځ به  دالله په حضورکي د فدايانو په څېر ذره ذره بدن راپورته کېږي او فدايانو ته به يې سترګې پورته وي .

( نحسبهم کذالک والله حسیبهم  )

نوموړي راته وویل : ستاخبره بېخي سمه او پر ځای ده خو زما له شهادت سره بېخي زيات شوق ده او ډېر له کوچنيتوب څخه مې ارمان ده ، خدمت ته به الله جل جلاله نورخلک هم پيداکړي زه نور  وروڼه، اکاګان او د اکاګانو زامن هم لرم ، الله به له هغوی څخه د خپل دين خدمت واخلي ،الله دې ما قبول کړي  شهادت زما لوی ارمان دی ، هغه ورځ به کله وي چې په ما باندې زېری وشي چې عمليات دې برابردي ، بيا زه له ملګرو رخصت واخلم او عملياتو ته روان شم الله دې هغه ورځ ژر راولي دازما لوی ارمان دی .

سربېره پر يادو پوښتنو مې  نورې ګڼې پوښتنې هم ترې وکړې او دا پوښتنې هغه معمولي پوښتنې وې چې موږ یې په پیل کې له ټولواستشهاديانو څخه د دوی د فکر،تقوی ، د ديني او عصري  تحصیل  د درجې ، بېلابېلو استعدادونو، ذهانت ، د عبادت د معمول ، خوی او خصلت د معلومولو لپاره کوو .

ماښام  نيږدې شو ماورته وویل : ته به یو دوه ورځې وروسته معسکر ته ولاړ شې، دوره شروع کېږی، فدايان رارسېدلي دي او د اوس لپاره زما او ستا مجلس پای ته ورسېد؛ خو شفري نوم باید بدل کړې ،  زه فکر پکې کوم او نوی شفري نوم درته ږدم .

سبامې ورته وویل  ستاشفري نوم له موږسره صديق شو، مخکې دې نوم عبدالرحمن ؤ او اوس صديق دواړه جليل القدره صحابه دي.

دوه  ورځې وروسته نوموړی د معسکر پر لور رخصت شو ورځې تېرې شوې د مخابروي ارتباط مسؤل راته وویل دوره پیل شوې  ده .

خو شرعي او عسکري دورې د ځينوستونزو له امله له ټاکلې مودې څخه زياته موده په بر کې ونيوله ، ما به وخت په وخت د نوموړي د حال پوښتنه کوله او له لرې څخه به مې پام پرې کاؤ، د شرعي او عسکري دورې له خلاصېدوڅخه وروسته یې پيغام راواستاوه : چی زه له تاسره ګورم او يو ځل درځم  .

ما د مخابروي ارتباط مسؤل ته وویل :  چی ورته ووايه سمه ده راشه .

دا ځل د ملاقات ځای بدل ؤ زه په دې ډ‌ېر خوشحال وم چې نن به حافظ خالد راځي ، ملاقات ته مې زياته تلوسه وه، په نورو کارونو کې بوختيا راباندې وغمېده ، نور کارونه مې ټول پرېښودل او د نوموړي راتګ ته د انتظار لپاره وختي د ملاقات ځای ته لاړم .

او بیاهم مازديګر مهال راورسېد  په رارسېدوسره مې دسختې خوښۍ احساس وکړ، يقيناً ماته ډېرګران ؤ،هوښياري ،ادب ، تواضع اوله شهادت سره مينې اوتلوسې يې يوډول ځانګړی کيفيت ،اثر او کشش لاره په يو چا به ډېر ژر ډېر زيات ګرانېده اواحترام به يې په زړه کې ورته پيداکېده ،له تود روغبړ او د ملګرو د حال احوال له پوښتلو څخه وروسته مې ترې وپوښتل :

درسونه څنګه ؤ؟  نوي څه دې پکې پیداکړل؟

راته یې وویل : هو الحمدلله ډېرشيان راته پکې نوي  ؤ

ډېره فايده یې راته وکړه .

بيامې ترې وپوښتل : کوم درسونه دې ولوستل؟ او کوم درسونه درته پکې نوي  ؤ؟

راته يې وویل : شرعي دوره ما مخکې دومره په تفصیل نه وه لوستې موضوعات یې ډېر ښه ؤ، توحيد، د اهل سنة والجماعت پوره عقيده ، نبوي سيرت ، د اسلامي امارت او جهاد په اړه د شبهاتو ازاله، د جهاد د فرضیت حکم او د جهاد ضروري مسائل او فضائل، د لمانځه ، روژې او نورو فرضي عباداتو ضروري احکام ، مسنون ورځنی معمول ، مسنونې دعاګانې او اذکار او داسې نور ډېر په زړه پوري ضروري درسونه مې ولوستل،امنيتي دوره هم ډېره ګټوره او تفصيلي وه او متفجرات مې هم ښه تفصیلي ولوستل اوعملي مې زده کړل ،تکتيکونه هم ډېرنوي او په زړه پوري ؤ .

الله دې استادانوته خیر ورکړي ، الله د يې په عمر کې برکت واچوي ، او الله دې يې سعيه قبوله کړي .

بيامې ترې وپوښتل : استادانوخوبه کومه سختي نه وي درباندې کړې؟

خفه کړی خو به یې نه یې؟ او نورو انډيوالانو خو به پېژندلی نه يې؟

د یو  یو  استاد نوم یې راته واخيست  بیایې راته وویل چې : له دوی څخه به هم څوک خپه کېږي ؟  زما او له ماسره په دوره کې دشريکو ټولوفدايانویې ډېر لحاظ کاوه.

او يو له دوو ملګرو څخه پرته چې شک یې راباندې اخستی ؤ، نورڅوک نه دي راباندې پوه شوي.

ورته ومې ویل : زه به معلومات وکړم که رښتيا څوک درباندې پوه شوي  وي او پېژندلی يې يې ستا راز به پرې امانت کړم ، فدايان ډېر ښه اطاعت کوي ان شاءالله بل چاته به نه وایي.

ما چې کله له استادانو څخه معلومات وکړل چې ملګري خو به څوک نه وي پرې شکمن شوي هغوی راته وويل چې نوموړي د تقوی په موضوع کې يوه ورځ ملګرو ته تقرير وکړ ، څو ملګرو ته د ده د لهجې او فصاحت څخه دا شک پيدا شوی ؤ چې کيدای شي دا د اميرالمؤمنين حفظه الله زوی وي.

دلته زما دې ته پام نه شو چې له ده نه د امتحان او په امتحان کې د ده د نمبرو په اړه پوښتنه وکړم  خو وروسته مې چې  له استادانو څخه معلومات وکړ  نوموړی په اسلحه کې ( اول ) او په متفجراتو او تکتيک کې  (دوهم ) نمبر راغلی وو.

د مازدېګر د لمانځه وخت رانيږدې شو، انډيوالانو اودسونه تازه کړل د مازديګرلمونځ مو ادا کړ له لمانځه وروسته موبياخبرې پیل کړې.

ترې ومې پوښتل : ښه څنګه راغلې  خیر خو وو ؟

ويې ويل : که ستا اجازه وي ما خپلې خواته د تګ قصد کړی مسافري مې ډېره اوږده شوه، والدين مې ډېر يادېږي تل يې په خوب وينم؛  وروسته بيا په هلمندکې خپلو زړوانډيوالانو ته ورځم ، هلته چې کوم ډلګۍ مشر دی او زمونږ انډيوالان ورسره دي ، هغه ډېر نېک او مهربانه شخص دی، ماپېژني او په ما ډېر پام کوي ،  که ژوند باقي ؤ بېرته راځم  او که عملیات راته برابر شول بیا به نو بخشش راته کوې او په دعاګانوکې به مې نه هېروې او په انډيوالانو به هم ډېرې دعاګانې راته کوې بيا به ان شاءالله د قيامت په ورځ ملاقات کوو، الله دې ماقبول کړي ، الله دې راڅخه  راضي شي او الله مو دې په جنت کې سره يوځای کړي  دا دنيا هسې هم فاني ده.

د نوموړي له دې خبروسره چې : ( زه هلمند ته ځم له زړو انډيوالانوسره يوځای کېږم …)

لږ  فکرمن شوم  خو بیایې دغې خبرې ډاډ راکړ چې هغه ډلګۍ مشر چې مونږ ورسره یو ډېر نېک او مهربانه شخص دی، ماپېژني او په ما ډير پام کوي . لنډه داچې د يو څه نور ډاډ له حاصلولو وروسته مې اجازه ورکړه ،خو دا مې  ورته وویل چې که الله جل جلاله بيا پخیر سره يوځای  کړو دانتظارپه موده کې به خامخاسبقونه وایې نور فدايان او انډیوالان یې هم وایي زه به خاص اهتمام درته وکړم.

په دې خبره یې وخندل لاس يې راڅخه ونيو او راته يې وویل :

په دې چم مې لکه چې له استشهادي عملیاتوڅخه پاته کوې.

ما هم په خندا ورته وویل : نه بېغمه اوسه د مرګ اوژوند پته نه لګېږي ،  نورانډیوالان هم سبقونه وايي ته یې هم ووایه له دې خبرو وروسته تر ډېره وخته سره ناست ؤ او نورې مو هم زياتې خبرې سره وکړي.

دغه مهال شين چای هم راغی او هندوانه هم ؛  څو نورانډيوالان هم شاوخوا ناست ؤ، چا چای مخکې نوش کړ او هندوانه يې وروسته وخوړه او چا هندواڼه مخکې وخوړه او چای يې وروسته نوش کړ، د ماښام د آذان وخت شو له آذان څخه وروسته مولمونځ اداکړ،  له لمانځه وروسته موبياغلې غلې خبرې سره پيل کړې فضا ډېره خوږه اومعطره وه ،زما زړه بېخي نه غوښتل چې ژر سره رخصت شو ، رخصتول یې ډېرسخت راباندې تمامېدل خو وخت وفا نه کوله ژر ژرتېرېده آخر ډېر ناوخته شو انډيوالانو هم څوځله پټ په غوږ کې راته ويل چې ناوخته کېږي نور بايد له دې ځايه لاړشو.

نوموړي هم راته وویل که ستا اجازه وي زړه خومې نه کېږي مجلس ډېرخوږ دی زه به نورلاړشم په ما ناوخته کېږي تګ ته به يو څه تياری وکړم زړه خومې نه کېږي خوڅه وکړم دالله به همداسې خوښه وي.

زه هم له تکيې راپورته شوم له يوڅه زړه نازړه توب څخه وروسته مې زړه رالوی کړ او ورته ومې ويل : سمه ده ګرانه زماهم بېخي زړه نه کېږي چې رخصت دې کړم خوڅه وکړم  دالله به داسې خوښه وي، الله مهربان دی الله به مو بيا په خير سره يوځای کړي  ،بالآخره رخصت مې ورکړ دا يوه سخته ځورونکې شېبه وه ، د محبوب امير د محبوب فرزند د رخصتولو او د فراق شېبه ، ما خو داسې فکرنه کاؤ چې بيابه حافظ خالد نه راځي ، زه  څه خبر وم چې دابه د وصال وروستۍ او د ابد په لور د تل پاته فراق شېبه وي!!!

دا ځوروونکې شېبه به مې د مرګ ترساعت پورې هېره نه شي .

په لاره کې د امنيت په اړه یې تشویش راسره ؤ وېرېدم ، ويل مې الله مه کړه له کوم امنيتي مشکل سره مخ نه شي څومره چې ورځې زیاتې تېرېدې اوخپلي خواته  د رسېدو پیغام يې نه رارسېده  اندېښنه مي لازياتېده د ډېرو ورځو له تېرېدو وروسته د مخابروي ارتباط مسؤل راته وویل چې صديق په خير رسېدلی او له خپلو زړو انډیوالانو سره يوځای شوی دی د دې زېري په اورېدو ډېرخوشحال شوم ورته ومې ویل : الحمدلله .

دشيخ الحديث والقرآن اميرالمؤمنين حفظه الله  دسترګوتور .

حافظ خالد عبدالرحمن تقبله الله له الله نه ډېر وېرېدونکی ،عابد، متهجد،دقرآنکريم له زيات تلاوت سره مينه لرونکی، حياناک ، مؤدب ،دروند، متواضع ،زړه سوانده ،دښواخلاقو خاوند اوبې تکلفه شخص ؤ  يوازې هغه مهال به يې لږ توندي کوله چی کله به یې له شریعت سره په ټکرکې کوم امر ولېده  ،ساده ، عادي ، له تکلف اوتشريفاتو لرې ژونديې ډېرخوښېده، په خوراک او څښاک کې يې هم تکلف نه خوښيده ، فدايانو ته به يې هم تل چې کله په خپل نوبت بيان کاوه نو دا توصيه به يې کوله چې بايد په خوراک او څښاک کې له ډيرې ګوزارې څخه کار واخلو.

په لباس کې يې هم سادګي خوښوله.

انډيوالانو راته ویل په اطاعت کې ډېرتکړه ؤ، له ماسره به هم په مجلسونوکې نوموړي زياته ستاينه دهغه چاکوله چې ښه اطاعت به يې کاؤ.

نوموړي خپل تقصیر ډېر ژر مانه او کله يې هم د خپل تقصير د توجيه لپاره دلايل نه ويل او نه به له هغه چاڅخه خپه کېده چې تقصير به يې ور په ګوته کړ  او ژر به يې د خپلې اصلاح کوشش کاؤ.

یوه انډیوال راته وويل يو شپه په صديق (حافظ خالد ) باندې خوب غلبه کړې وه او پهره ترې پاته شوې وه سهار د ټولو فدايانو په وړاندې د معسکر مشر پوښتنه وکړه پهره له چاڅخه پاته شوې ده ؟

نوموړي په عذرانه لهجه په ډېر ادب ځواب ورکړ له ما څخه پاته شوې ده او زیاته بخښنه یې ترې وغوښته  ،ويل يې چې ته رانه خپه نه شې د ورځې ستړی شوی وم خوب غلبه راباندی کړې وه  د هري سزا ګاللو ته تيار يم.

هوکې !

د حافظ خالدله شهادت سره بې کچې مينه وه ، له شهادت سره د نوموړي په څېر بې کچې سخته مینه او استشهادي عملياتو ته تلوسه ما په ډېرو کمو کسانو کې محسوس کړې ده ،  د شهادت دې بې کچې سختې مينې او د استشهادي عملياتو تلوسې يې  بېخي په زړه یولوی ټپ جوړکړی ؤ، ډېر دردمن معلومېده ، کله به يې چې د امامت پر مهال د قران مجيد آيتونه تلاوت کول په ډيره غمګينه لهجه به يې تلاوت کاوه  ، زيات اثر به يې کاوه او له ورايه دا معلوميده چې استشهاد يې په زړه څومره لوی ټپ جوړ کړی او څومره يې دردمن کړی . دا اوس هم استشهادي عملياتو ته د نوموړي دميني اوتلوسې له ارمان نه ډکې جملې زماپه غوږونوکې کړنګېږي کله به مې هم هيري نه شي.

نوموړی دې ته په اندېښنه کې ؤ چې کېدای شي دامیرالمؤمنین (حفظه الله) دفرزند والي له  کبله   زما لحاظ وشي په یوه او بله پلمه انتظار راباندې اوږد  او د استشهادي عملياتو زمينه راته برابره نه کړای شي ؛ خو لوی الله جل جلاله ته د نوموړي نيت او د استشهادي عملياتو اراده منظوره وه.

داستشهادمینه یې ومنل شوه ، بریالۍ شوه ، د استشهادي عملياتو تلوسه یې پوره او  د استشهاد په مدارجو يې تر خواږه ابدي ژوند پورې  چې د ژوند تر ټولو ستر سپېڅلی ارمان يې ؤ ارتقاء وکړه.

( نحسبه کذالک والله حسيبه )

هوکې!

حافظ خالد عبدالرحمن ( تقبله الله) له صادقو رجالو څخه ؤ ، له الله سره یې خپله کړې ژمنه پوره کړه او د ( فمنهم من قضی نحبه) له ټولي څخه وګرځېد

د حافظ خالد د وينو له هر څاڅکي څخه به که د زمکې او اسمانونو د رښتوني مالک خوښه وه د وينو يو یوسمندر جوړېږي دا سمندرونه به داسلامي امت دعزيزې ټوټې په لراوبر کې د عصر د فرعون او نفاق لښکرې غرقوي.

د حافظ خالد شهادت به د سپينوسرښندنو ابشارونه پنځوي ، لوړ مرالونه به پاشي ، په غلیم ستر هجومونه به زرغونوي ، د رب په مرسته به يې دبرياوو تر پولو رسوي ،سترې سوبې به راوړي اوسترې خوښۍ به ډالۍ کوي.

په پای کې

زه د خپلو ټولو استشهادي ملګرو او مجاهدينو په نمايندګۍ خپل محبوب امير اميرالمؤمنین       (حفظه الله) ، د ده کورنۍ د اسلامي امارت ټولو مسؤلینو او مجاهدينو او ټولو مسلمانانو ته د اسلام د دې تنکي اتل دشهادت مبارکي وايم او د تسلیت او تعزیت مراتب ورته وړاندې کوم الله دې  د ده شهادت قبول کړي او الله دې زموږ محبوب امیرالمؤمنین او دده کورنۍ ته صبر جميل ، اجر عظيم او نعم البدل په دنيااوآخرت کې ورپه برخه کړي آمين یارب العالمین.

leave a reply