په وروستیو کې یوې خپرندویې ادارې چې نوم یې المرصاد دی په کار پیل وکړ، دوی د معاصرو خوارجو په وړاندې مبارزه پیل کړه او د دوی په اړه یې جالب مستندات نشر ته وسپارل، المرصاد په مدلل ډول وښوده، چې اوسني داعش خوارج دي او د داعش د خارجیت ثبوت یې اُمت ته وړاندې کړ. د المرصاد ایجاد خوندور پیل دی او د دوی دا کړنه د مؤمنانو د زړه یخېدل دي، المرصاد پخپلې وړتیا وکولای شوای، چې ټول مسلمه اُمت ته د پلیتې ډلې څهره روښانه کړي. المرصاد زما د دید له مخې په حقائقو ولاړه رسنۍ ده، چې د خپل خواږه خدمت له مخې یې زموږ په زړونو کې ځای وموند. المرصاد د موسادي فتنې د محوې لپاره په زړه پورې اقدام کړی، چې موږ ترې په بار-بار مننه کوو، د داسې یوې رسنۍ ایجاد لازمي عمل و، لله الحمد د اُمت ویښو زلمیو دا خلا ډکه کړه او زموږ جهادي تنده یې خړوبه کړه. په المرصاد نوي اصدار کې د فقیر محمد درویش ویاندویي او د امین حیدري زړه را ښکونکې ترانې جالب رول روبولی، د صحنو خوندوره عکاسي او په اعلیٰ نظم ولاړ پیوند یې ښکلا څو چنده کړې وه. المرصاد د ځوانانو د فکري سمون لپاره بهترین او غوره اقدام دی، د دوی د پیاوړتیا لپاره په قلموالو، ویښ فکرو او روڼ آندو غږ کوم، چې ملاتړ یې وکړئ او خپلې هڅې مه ترې سپموئ، ځکه: دا سنګر د دوی د محوې لپاره پرانیستل شوی، چې نتېجه به یې ډېره مثبته او په زړه پورې وي. راځئ! المرصاد تعقیب کړو، وې ستایو او وې پالو، تر څو هغو ځوانانو ته روحیه ورکړو، چې په دې زرین عمل یې کار کړی.
د المرصاد ویب په اړه د عامر تأثرات
- ابو صارم
- Categories: Davriy sharh, Maqolalar, Xorij al-asr
Related Content
IShID qaysi shariatni taqdim etmoqda? 3_qism
By
Abo Umar
May 16, 2026
Ikki majburiy rija; dunyoda terrorizm va korrupsiya markazlari sifatida tanilgan!
By
Abo Umar
May 16, 2026
IShID; Islom dushmanlarining qo‘lidagi qurol!
By
Abo Umar
May 14, 2026
Pokiston harbiy rejimining tarix davomida haqiqati! 7_qism
By
Abo Umar
May 14, 2026
ISHID yoki Pokiston ning harbiy idorasi
By
Abo Umar
May 13, 2026
Terrorizm qayerdan o‘sib chiqadi?
By
Abo Umar
May 12, 2026