د شهید طالب العلم رحمت الله «فاتح» ژوند ته لنډه کتنه

#image_title

که زه شهید شوم زما د مدرسې بستره، یوه بل طالب العلم ته تُحفه ورکړه، کور ته یې مه وړه مور جانه مې ورته زورېږي.

دا هغه کلیمه ده، چې شهید طالب العلم رحمت الله (فاتح) د لوی اختر په ورځ له شهادت څخه یوه ورځ د مخه خپل ورور ته د مبارکۍ ترڅنګ کړې وه.

د دواعشو، خوارجو او فتنګرو په مقابل کې د نوم ورکو شهيدانو (د اُمت نومیالي) تر سرلیک لاندې دا ځل شهید طالب العلم رحمت الله (فاتح) دریادوو.

شهید سعید رحمت الله (فاتح) د شهید طالب العلم محمد داود (حقاني) کشر ورور او د حاجي سید اکبر زوی، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د ستر کلي په یوه عالمه، متدینه او جهاد پروره کورنۍ کې په ۱۳۷۷هـ.ش کال دې فاني دُنیا ته سترګې وغړولې. د اوو کلنو په عمر د څمکنیو ولسوالۍ، عالي لېسې ته ولاړ، تر اتم صنف پورې یې عصري زده کړې ترسره کړې، له اسلامي علومو سره د بې کچې مینې له امله یې عصري زده کړو ته شاه کړه او د دیني علوم یې د پیښور، کوهاټ، هنګو، ټل او د خوست ولایت په مختلفو مدرسو کې تر اوومې درجې پورې ولوستل.

د صلیبي لښکرو له خوا د ګران هېواد د اشغال او د هغوی د وحشتونو له وجې یې، په کم عمر کې له جهاد سره خورا زیاته مینه پیدا شوه، چې اکثره وخت به د مدرسې په رخصتیو کې په جهاد او مبارزه بوخت و.

شپې او ورځې به يې د همسنګره ملګرو سره په سنګر کې تېرولې،  د امریکایي اشغالګرو سر بېره د هېواد په ځینې ولایتونو کې د داعشي خوارجو، فتنګرو حرکات او تظاهرات ورځ تر بلې په زیاتېدو وو. په همدې اساس په ۱۳۹۷هـ. ش کال د دواعشو فتنګرو پر ضد، د اسلامي امارت د رهبري شورا لخوا د پرېکنده او قاطع عملیاتو په جریان کې، د هېواد  د مختلفو ولایاتو څخه ننګرهار ولایت ته د دواعشو د نابودۍ په خاطر ډلې، ډلې قطعات او مجاهدین روان وو، په هغه وخت کې ننګرهار د دواعشو محکم سنګر یادېده، چې د دوی له جملې څخه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ مجاهدینو ته هم امر شوی و، ترڅو یاد ولایت ته زر تر زره ځانونه ورسوي. په همدغه قافله کې شهید طالب العلم رحمت الله (فاتح) هم له دغه مجاهدینو سره د خوست ولایت د ډېری نیازیو له مدرسې څخه مل شوی و.

د شهید رحمه الله ورور د ده کیسه داسې بیانوي: د یو څه وخت تېرولو وروسته د لوی اختر لومړۍ ورځ راورسېده، د لسو بجو شاوخوا کې شهید ورور جان رحمت الله راته زنګ وکړ، په نرمه لهجه یې راته وویل: ورور جانه اختر دې مُبارک شه! ما هم مبارکي ورکړه، د سنګر د ملګرو احوال مې ترېنه واخیسته، راته ویې ویل: ورور جانه که کور ته لاړې له مورجانې سره مې وغږوه، چې مبارکي ورکړم. خو له بده مرغه زما د ټلېفون په واسطه له مورجانې سره ځکه ونه غږېده، چې زه له کور څخه لرې وم.

له یو څه خبرو وروسته مې ورته وویل: چې سږ کال دې درسونه هسې پاتې شول، ډېر در څخه تېر شول، هغه بستره خو به دې کور ته راوړې وه، د بسترې ټینګار مې ځکه کاوه، چې دا مې د بل ورور جان شهید محمد داود (حقاني) یتیمه بستره وه، اکثره وخت به چې ما هم مدرسې ته همدغه بستره وړله، نو مور جانې به راته ویل: چې ورکه يې نه کړې، دا دې د شهید داود خان بستره ده، خو په همدې خبرو کې شهید طالب العلم رحمت الله ( فاتح ) راته وویل: کله چې زه شهید شم، زما بستره له مدرسې څخه بیا کور ته مه وړه، ځکه مور جانه بیا ورته زورېږي. د تقدیر کار و، د شهید رحمت الله سعادت و، چې یوه ورځ وروسته د لوی اختر په دوهمه، له خوارجو سره د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ کې په داسې حال کې په شهادت ورسېد، چې د اسلامي امارت د سر سپارلو مجاهدینو له لوري په همدغه ولسوالۍ کې، پر خوارجو کلا بندي راتنګه او عملیات شروع وو، د دواعشو د حامیانو (امریکایانو) لخوا د مجاهدین complication classified s photos و صفوف بمبارېدل، تر څو کلا بنده داعشیانو ته نجات ورکړي، چې په همدغه بزدلانه بمبار کې شهید رحمت الله (فاتح) هم د۲۰ کلنو په عمر د شهادت جام نوش کړ.

د یو مجاهد او همسنګره ملګري له خولې څخه د رحمت الله(فاتح) د شهادت کیسه:

د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، مجاهدینو په وچه ډوډۍ پسې پیاز وخوړل، د اختر په دوهمه ورځ هم د خوراک لپاره څه شی نه وو. یو انصار مجاهد، فاتح ته وویل: چې پرون مو هم خوب ونه کړ، نن به لږ ویده شو. فاتح وویل هلیکوپټر د وزیرو تنګي خوا ته ولاړل، هسې نه چې چل راسره وکړي، ما وویل نه، هغه ولاړل.

دواړه په خېمه کې ویده شوو، لس دقیقي وروسته یو ناڅاپه د غره په څوکه تیارې را جګې شوې، بمبار یې شروع کړ، د سهار له اتو بجو څخه د ماسپښین تر درېیو بجو پورې بمبار دوام وکړ. هلیکوپټر، کشفي او ډرون په یو وار ټولو بمبار کاوه، د یوه ملګري غږ هم نه اورېدل کېده. زموږ امیر د یو نښتر د ونې ډډې ته خوب یووړ، زه مخامخ ورته ناست وم، حنظله یو نا څاپه په ورخطایي سره له خوب څخه پاڅېد او چیغه یې کړه یا الله خیر، پر ما یې غږ وکړ پلانکیه! ما ویل څه خبره ده، ده ویل چې له آسمان څخه یو څه پېغلې راښکته شوې ډېر په درانه لباس پټې وې، په لاسونو کې یې داسې شیان وو، چې تر اوسه پورې ما نه و لیدلي، بل رقم عجیبه ښکارېدې، په ملګرو باندې غږ وکړه، چې ملګري څنګه دي، ما په زبیر باندې غږ وکړ، زبیر، زبیر اورې زبیره! اورم ما ورته ویل: د ملګرو مالومات درته کېږي، ویل یې هو، ما ویل څنګه دي، ویل یې نور څوک نه را مالومېږي یو فاتح غږ نه کوي.

امیر صاحب مخابره را څخه واخیسته او ورته ویل یې ورشه فاتح وګوره، چې زخمي دی که شهید، زبیر د زمري غوندې چټک ځان په همغه بمبار کې فاتح ته ورساوه، خو متاسفانه ډېر ناوخته شوی و، فاتح جانان خپل روح الله عزوجل ته سپارلی و. او موږ یې د فاتح له شهادت څخه خبر کړو، شپږ نفره نور مجاهدین هم ورسره شهیدان شوي وو.

نحسبه کذالک والله حسیبه

او هغه یتیمه د مدرسې سره رنګه بستره، د دوو تنکیو وروڼو په جدایي سره مې یوه بل طالب العلم ته د اصال ثواب په نیت تُحفه کړه. تقبلهم الله.

الله تعالی دې ټولو شهداوو ارمانونه پوره او مونږ د الله (ج) د دوی د وینو سره له خیانته وساتي. شهیدان زموږ د سر شملې دي، شهیدان زموږ ویاړونه او افتخارونه دي.

leave a reply