د علم ستوری، چې هېڅکله به بیا را پورته نشي

مولوي عبد الصمد (شاکر)

زبیریه کې برید شوی و، دردونکی حالت و، برید کې د شهید شیخ صاحب ځینې معصوم زده کونکي شهیدان او یو شمیر زخمیان و، په شهیدانو کې هم او زخمیانو کې زما ملګري و. څه وخت بعد مدرسې ته خپلو ملګرو ته ورغلم، شپه مو وکړه او سهار درس ته کیناستم.

زیات طالبان وو، شیخ صاحب راغئ او مخامخ کیانست، درس شروع شو، د درس په جریان کې د روانو حالاتو تر څنګ په علمي جریانونو باندې یې ډېر زیات بحث وکړ، زه دا عادت لرم، چې هر وخت په مشهورو شخصیتونو پسې تر لرې، لرې فاصلو پورې مزل کوم او لله الحمد تر ډېره په دې کار کې بریالی شوی هم یم؛ خو کله هم د بل کوم چا له علم څخه دومره زیات نه یم متأثر شوی، لکه د شیخ صاحب له علم نه.

درس روان دی، یو کتاب وویل شو، بل وویل شو او بالاخره ټول خلاص شول، خو نه ستړی شوم، نه مو کوم بوج احساس کړ، نه مو سر درد وکړ او نه مې زړه کیده، چې شیخ صاحب د کتاب لوستل بس کړي یا د زه ترې لاړ شم.

کله به چې کتاب ته ننوت او علمي بحث ته به ور ولویده؛ نو بحث ته به یې د زنځیر په څیر تړلی جریان ورکړ، هره کړۍ یې په بله پسې په علمي استدلال او علمي مثال تړله، مستند عبارتونه او متنونه یې داسې ویل، لکه خپله یې چې جوړ وي، کله به چې د فني اصطلاحاتو او رموزو تل ته ور کوز شو؛ نو عقل به حیران شو، که به بیا کومه مسئله مخته راغله؛ نو د حوالو سیلاب به روان شو.

بهر حال ! د علم غر او د استدلال بحر و، روښتیا د اسلافو نمونه وه، د فصاحت او بلاغت سرتاج او د کمالونه خزانه وه، زموږ په لرې تاریخ کې مو د شاګردانو د لښکرونو خبرې لوستې وي؛ خو عملي مو د ده په درسګاه کې ولیدې، د ده په اړوند چې هر لفظ لیکم یا یې په اړه کومه جمله کاږم؛ نو ځان عاجز ګڼم او د ژوند له حقیقي انځور څخه یې ناتوانه یم، غم یې دروند او خالیګا یې بیخي نه ډکیدونکې ده، ضایعه یې لویه او هیڅکله نه جبرانېدونکې ده، دومره لیکم، چې یاد د تل او روح د یې په اعلی علیین کې وي، او رب العزت د اوه واړه جنتونه ورکړي. (تقبله الله)

leave a reply