زید بن حارثه رضي الله عنه څوک وو؟

عبد الباسط عبد الصمد

زيد بن حارثة بن شراحيل بن عبد العزى بن امرئ القيس بن عامر بن النعمان بن عامر بن عبد ود، سلسله نسب یې حمير بن سبأ بن يشجب بن يعرب بن قحطان چې د عربو پلار بلل کیږي رسي، مور یې سعدي بنت ثعلبة بن عبد عامر بن أفلت چې دا سلسلة بني معن د طيّئ خاندان سره نښلي، ځکه د عربو سلسله د یعرب بن قحطان نه شروع کیږي چې اصلي ټاټوبی یې یمن دی، وروسته بیا په ډیرو قبیلو ویشل کیږي.

مور یې خپلې پلارنۍ چې د معین خاندان څخه وه لیدو ته ولاړه، لار کې ورباندې د قین بن جسر سپرو حمله وکړه، زید چې ماشوم وو د مور نه واخیست، د عکاظ بازار ته یې د پلورلو لپاره یوړ، هلته ورڅخه حکیم بن حزام د خپلې تره لور خدیجه بنت خویلد لپاره په څلور سوه درهم واخیست، کله چې خدیجې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره واده وکړ نو زید یې رسول الله صلی الله ته هدیه کړ، ځینې وایي چې د حبشي په بازار کې یې واخیست، بیا نور مورخین وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زید په بطحا مکه کې ولید چې پلورونکې د پلورلو اواز کولو، خدیجي رضی الله عنها واخیست او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې هدیه کړ، چې په دغه وخت کې د زید بن حارثه عمر اته کاله وو.

کورنۍ یې په لټون پسې ډیر کړاوونه وګالل خو په موندلو یې بریالي نشول، څه موده وروسته د زید کورنۍ یو تن مکې ته زیارت کولو په موخه راغلو، په زید یې سترګې ولګیدی، د پیژندګلوي نه پس خپل وطن ته ولاړ، د زید پلار ترونو او نیکه ته یې د زید په اړه معلومات ورکړل، د زید پلار او تره د مکې په لور رهي شول تر څو خپل بچې د غلامۍ د ځنځیرونو ازاد کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه یې وکړه، ورته وویل شول چې په مسجد کې تشریف لري، راغلل ورته ویې ویل: ای د عبد الله ځویه، ای د عبد المطلب ځویه، ای د هاشم ځویه، ای د قوم د سردار ځویه، تاسو د حرم والا او ګاونډیان یاست، مونږ د خپل ځوی لپاره چې تاسو سره دی راغلي یو، هغه مونږ ته راکړه، په بدله کې به تاته ډیر څه درکړو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: څوک دی؟

هغوي ورته وویل: زید بن حارثه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هغه به خپلې خوښي ته پریږدو، که تاسو یې غوره کړئ، بی له فدیي او عوض یې د ځان سره بیولاي شئ، خو که زه یې غوره کړم، په الله قسم زه هغه یم څوک چې ما غوره کړی (زید).

هغوي ورته وویل چې ډیره ښه پریکړه دی وکړه، زید یې راوغوښتو ورته یې وویل: دا دواړه څوک دي؟ ورته یې وویل: یو مې پلار او بل مې تره دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: په تحقیق سره ته ما پیژني زما او ستا تر مینځ چې کومه علاقه ده هغه هم درته معلومه ده، ماسره پاتي کیږي که هغوي سره ځي؟

زید بن حارثه رضی الله عنه ورته وویل: زه هغوي دواړه نه غواړم، او نه یو د هغوي څخه، بلکه تاسو ماته زما د پلار ، مور او تره په مرتبه کې یاست.

پلار او تره یې ورته وویل: زیده خوار شي! د ازادۍ، پلار، تره او خپلوانو په مقابل کې د غلامۍ ژوند غوره کوي؟

زید ورته په ځواب کې وویل: هو! ددغه سړي په مقابل کې به هیڅکله بل څوک غوره نه کړم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هر څه ولیدل، زید یې د کعبي حجر ته د ځان سره واوست، ویې ویل: یا خلکو؛ ګواهي ورکوم چې زید زما ځوي دی، میراث مې اخیستې شي او میراث یې اخیستې شم.

د زید پلار او تره چې دا منظر ولید ولزیدل او د خپل وطن په لور ولاړل، ددې پیښې نه وروسته زید به د محمد ځوي بلل کیده (زید بن محمد)، تردې چې اسلام یې منع وفرمایله، نو زید بن حارثه شو.

ابن الأثير په کتاب أسد الغابة او ابن سعد په الطبقات الکبری کې د زهري نه ذکر کوي چې د ټولو اول اسلام زید بن حارثه راوړی، خو دا قول فقط زهري ذکر کړی، نور وایې چې اول اسلام خدیجه بنت خویلد رضي الله عنها راوړی.

ابن اسحاق وایي: اول اسلام خدیجه بیا علي بیا زید بیا ابوبکر رضوان الله علیهم، نور وایي: اول خدیجه بیا ابوبکر بیا علي بیا زید.

زید بن حارثه د لنډ قد او مضبوطو اندامونو څښتن وو،اسم کنیه یې ابا اسامه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم زید بن حارثه او حمزه بن عبد المطلب خپل ورونه ګرځولي وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د خپلې خادمې یا وینځې سره نکاح وکړه چې د هغې نه یې یو ځوي چې اسامه نومید وزیږید، وروسته ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله د ترور لور زینب بنت جحش نکاح کړه، زید د طلاق نه وروسته زینب رسول الله صلی الله علیه وسلم په نکاح کړه.

سلمه بن الاکوع فرمایې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په اوه غزاګانو او زید بن حارثه په قیادت کې په نهه سریو کې شرکت کړی، عایشه رضي الله عنها فرمایي: رسول الله هیڅ کومه سریه داسې نه لیږلې چې په هغې کې زید بن حارثه وي او مشري یې بل چا ته ورکړی وي، خو که چرته به رسول الله په خپله وتلو ،خپل نائب به یې زید پریښودلو. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مریسیع غزا لپاره د مدینې نه ووت، په مدینه کې یې خپل نائب زید بن حارثه پریښود، نوموړې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاصو ویشتونکو له جملې څخه وو.

زید بن حارثه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د بدر، احد، خندق، حدیبیه او خیبر په غزاګانو کې شرکت کړی، مدینې ته د بدر د فتحې زیری راوړونکې زید بن حارثه وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو نه ډیرو سریو قیادت لپاره لیږلي، سریه القرده، الجموم، العیص، الطرف، حسمی، ام فرقه، په اخر کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د موته سریي چې جمادي الاول اتم هجري کال کې پیښه شوی وه قائد منتحب کړ، وجنګید تردې چې په غشي ولګید او د پنځه پنځوس کالو په عمر شهید شو.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موته د شهیدانو نه خبر شو، ددوی د مرتبو یادونه یې وکړه، شروع یې د زید بن حارثه نه وکړه، بیا یې دعا ورته کړه، چې: یا الله زید ته بښنه وکړه، یا الله زید ته بښنه وکړه، یا الله زید ته بښنه وکړه، بیا یې وفرمایل: یا الله جعفر او عبد الله بن رواحه ته بښنه وکړه، د جنازي لمونځ یې ادا کړ، د زید په حق کې یي خلکو ته وویل: بښنه ورته وکړئ؛ په تحقیق سره هغه جنت ته داخل شو.

leave a reply