د شهید مولوی محمد داؤد مزمل یاد او تاریخ ته لنډه کتنه

#image_title

شجاع، مېړنی او غښتلی مبارز، د اسلام د لارې اتل او نومیالی شهید سعید الحاج مولوي محمد داؤد مزمل، د حاجی عبدالقادر زوی او د ارواښاد حاجي ګل محمد لمسی، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د نورزو د کلي اوسېدونکی و، په 1358ھ.ش کال کې یې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې، نوموړی د دیني مدرسې شاګرد، ځیرک او تکړه طالب العلم و، دیني زده کړې یې تر موقوف علیه لویې دورې پورې سرته ورسولې، دی له ستر علمي استعداد څخه برخمن و، له جهاد سره يې خورا زیاته مینه درلوده، تنکۍ ځوانۍ ته له رسېدو سره سم يې جهادي خدمتونه شروع کړل او د جهاد دې سپېڅلې لارې ته را ووت.

اخلاص، صداقت، اسلامي نظام ته ژمنتیا او د هېواد سره بې کچه مینه يې د ژوند بارز صفتونه وو، د خارجي اشغالګرو سره یې د جګړو په ډګر کې قوي هوډ او  فولادي عزم لاره.

د خوارجو او فتنګرو په وړاندې یې جګړه بهترین عبادت باله. ده به تل دا ويل : چې د خارجې یرغلګرو سره په ډېرو جګړو کې مخامخ شوی یم، خو زه تل خپل خدای ته هغه جګړه چې د خوارجو سره مې د هلمند په یوه سیمه کې کړې واسطه ګرځوم.

له څو کلنو جهادي خدمت څخه وروسته د هېواد په شمال کې، د وحشي جنرال دوستم له خوا په زخمي حالت کی اسیر شو، د شبرغان په کرغېړن زندان کې، تر شپږو میاشتو بند وروسته، د الله عزوجل په فضل راخلاص شو، له ازادېدو سره سم یې د اشغالګرو امریکایانو په خلاف، جنوبي ولایت هلمند کې خپل جهادي خدمت ته ادامه ورکړه.

له څو کلنو فردي خدمت وروسته د يوې رسمي ډلګۍ مسؤل او ورته دري وطنه مسؤلیت وسپارل شو، نوموړي د خپل مسؤلیت په سيمه کې داسې خدمتونه او کارنامې ترسره کړې، چې د ډېرو مشرانو پام یې ځان ته را جلب کړ، مشرانو هم دده استعداد ته په کتو سره د افغانستان تر ټولو ګرم سنګر او جهادي ولایت هلمند ته د معاون په توګه وټاکی، د ښه خدمت له ترسره کولو وروسته، د هلنمد ولایت د والي په حیث وټاکل شو، د نوموړي د مسؤلیت په موده کې د هلمند ولايت %70 خاوره له امریکایي اشغالګرو او د هغې له لاس پوڅو ګوډاګیانو څخه ازاده شوه، له هغه څخه وروسته، د مشرتابه له حکم سره سم يې د فراه ولایت د والي په توګه دنده پيل کړه. په فراه ولایت کې يې تر داسې حده پورې خدمتونه ترسره کړل، چې تقریباً د فراه ولایت سقوط ته نږدې شو، د ښار اکثره برخو ته مجاهدین ورسېدل او بیا د مشرتابه د حکم پر اساس د نظامي کمیسیون د جنوبي ولایتونو د حلقې مسؤل وټاکل شو.

په یاده حلقه کې له زیات او بېساري خدمت وروسته بيا د مشرتابه د امر پر اساس د افغانستان د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون د معاون په حیث وټاکل شو.

حاجی صاحب تقبله الله به له دې ټولو مسؤلیتونو سره سره نورو ولایاتونو ته تشکیلات هم کول. لکه : دايکندي ولایت ته تشکیل چې ډیرې سیمې یې د ګوډاګیانو له ناپاک حضور څخه پاکې کړې او فتحه کړې او بيا يې وروسته غزني ولایت ته تشکیل وکړ، تر څو ټول ولایت فتحې ته نېږدې شو او د ښار اکثره برخو ته مجاهدین ورسېدل، حاجي صاحب شهید چې د نظامي کمیسیون معاون و، نو اشغالګرو امریکایانو په تور لیست که هم شامل کړ، له دومره سترو مسؤلیتونو او دُښمن ته له خورا زیات مطلوبیت سره، سره چې کله د هېواد مشرقي ولایت ننګرهار کې دواعش (خوارج) پیدا شول او د ننګرهار اووه ولسوالۍ یې په خپل کنټرول کې راوستلې وې او خپل پراخ فعالیت یې شروع کړی و، پر مسلمانانو باندې يې خورا زیات ظلمونه کول، د مؤمنانو ښځې به يې خپلې وينځې بللې، قومي سپين ږيري او مشران یې پر ماينونو الوزول، پر ننګرهار ولايت خورا توره ورځ راغلې وه، د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره غټ سرخوږی جوړ شوی و.

نو د امیرالمؤمنین د ځانګړي حکم پر اساس، د دغه سترې فتنې د محوې لپاره ننګرهار ته ولېږل شو، په ډېره مېړانه سره یې د خوارجو خلاف مبارزه پیل کړه، د دوو میاشتو په موده کې ټول ننګرهار ترې فتحه او تصفیه شو، او دا د اسلامي امارت لپاره ډېره لویه لاسته راوړنه وه. په ياد وخت کې حاجي صاحب شهید د نظامي کمیسیون معاون و، نو له ډیرې مودې نه ستړې کېدونکي او بېساري خدمت وروسته د مشرتابه د امر پر اساس د افغانستان د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو او سمعي شکایاتو د کمیسیون د عمومي مسؤل په حیث وټاکل شو.

حاجي صاحب له دې سترو مسؤلیتونو سره، سره خپله په جګړه کې عملاً برخه اخیسته، خصوصاً د هلمند په وروستۍ معرکه کې چې دُښمن ډېر سخت مقاومت وکړ، خپله په دې ستره معرکه کې عملاً شریک و او مجاهدینو ته یې قومنده ورکوله، تر څو دا ستر جهادي ولایت فتحه شو. له عمومي فتحې سره سم، چې کله یاغي باغي پنجشېر تسلیمي قبوله نکړه، نو د مشرتابه د امر په اساس د پنجشېر د جنګ قومندان وټاکل شو. چې په ډېرو کمو ورځو کې الله عزوجل پنجشېر هم د ده په لاس فتحه کړ او له دې ستر ویاړ څخه یې برخمن کړ.

د پنجشېر له فتحې څخه وروسته چې کله دوهم وار دواعشو په ننګرهار کې خپل فعالیت شروع کړ، نو د داعشیانو د محوې لپاره امیرالمؤمنین د خاص امر په اساس د مشرقي زون تنظیمه رئیس او د ننګرهار د والي په حیث وټاکه، چې د شپږو میاشتو په موده کې ټوله مشرقي زون یې د الله ج په نصرت د فتنګرو خوارجو له شر څخه خلاص کړ، له دغه سترې کارنامې څخه وروسته د امیرالمؤمنین د امر په اساس د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د لومړي معاون په حیث و ټاکل شو، له ډېر کم ساري خدمت او سترو لاسته راوړنو وروسته يو ځل بيا د امیرالمؤمنین د حکم په اساس د هېواد د شمال تر ټولو لوی او تاریخي ولایت مزارشریف والي وټاکل شو. له پنځو میاشتو ولایت وروسته لکه څرنګه چې حاجی صاحب شهید، خوارجو ته تر ټولو ډېر زیات مطلوب و، نو بلاخره 1401/12/18ھ.ش د مزار شریف ولایت مقام کې د پنجشنبې په سهار شل کم لس بجې چې خپل دفتر ته په لار روان و، د خوارجو په یو ناځوانمردانه ځان مرګي برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

نحسبه کذالک والله حسیبه

 

شهید الحاج مولوی محمد داؤد مزمل یو حلیم انسان، و پر عام ولس او مجاهدینو یې خورا زیات شفقت درلود. الله عزوجل ډېر شجاعت غیرت، زړورتیا او حسنه اخلاق ور په برخه کړي وو، د ټولو مشرانو او کشرانو مجاهدینو او د عامو مسلمانانو په زړه کې يې ځانګړی ځای درلود.

نوموړي اتل به د شهیدانو په کورنو او یتیمانو باندې همیشه پوښتنه کوله، د هغوی له مشکلات څخه به یې ځان خبروو او حل کول به يې، نغدي کومک به يې ور سره کاوه او خاصه پالنه به یې ده دوی کوله، ملګرو ته به یې هم همیشه دا توصیه کوله چې د شهیدانو په کورنو او یتیمانو باندې پوښتنه کوئ، د مشرانو یې کامل اطاعت کاوه او پر کشرانو یې شفقت درلود، پر الله عزوجل یې کامل توکل درلود، نوموړی شهید ډېر تقوادار، غیرتمند، عاجزه، هوښیار او سنګین شخصیت و.

هغه یو برجسته قوماندان و، په جګړه کې به يې عملاً برخه اخستله‌.

له علم او تدریس سره يې خورا زیاته او بې کچې مینه درلوده، خو د جهادي مصروفیتونو له امله تر پایه د علمي تندې ماتولو موقع په لاس ورنغله، نو د همدې زیاتې مینې له امله یې د مدرسو هم زیات اکمال کاوه، حاجي صاحب خپله په هلمند کې دوې سترې مدرسې لري، چې یوه د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې موقعيت لري او بله مدرسه یې په خپل کلي نورزو کې ده، چې دا محال پکې تر پنځه سوو 500 زیات شاګردان دیني زدکړې کوي.

 

د مزمل صاحب له ويناوو څخه:

کله چې د ننګرهار له جګړو څخه راستون شو، ویل یې: خوارج ډېر وحشیان او د انسانیت له پولو اوښتي خلک وو، ځکه کومو سیمو ته چې دوی راغلي وو حتا حیواناتو لکه: (سپي او پیشوګان) هم له هغه ځایونو څخه تللي وو او کله چې موږ ورغلو او فتنه ګر مو له سیمې څخه وشړل، نو دا حیوانات هم راپیدا کېدل او راتلل.

 

خاطره :

شهید مزمل (تقبله الله) د یوې ورځې وضعیت راته داسې انځور کړ:

یو وخت په هلمند کې د دُښمن له لوري هوایي عملیات او د ډرون الوتکو بریدونه ډېر زیات شول، یوه ورځ  دري څلور نور ملګري هم راسره وو، فضا هم سخته خرابه وه، دوی ته مې وویل: له دې ځاي نه به ولاړ شو، زه او یو بل ملګری پر یوه طرف پر پښو روان شوو د سترګو تر کونجونو مې پاس اسمان ته وکتل چې په ډېر لنډ واټن کې درې ډرون (بې پیلوټه) تاوېدلې، پر دې مې یقین شو، چې حتما به اوس برید راباندې کوي، نو هغه د څنګ ملګري ته مې وویل: تاسي ته هم اجازه ده، زه یوازې هغه پلان ځای ته ځم.

ملګری مې رخصت کړ، ځکه دا مې یقین شو، چې حتما به ډرون الوتکه واری ( ټک ) راباندې کړي، سړیه زه خو د دُښمن د لوري کشف شوی یم، نو دا بل ملګری ولې په مرګ ورکړم.

پای!

ليکونکى : محمود محفوظ

leave a reply